جلال‌اباد کې د نوم‌لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې ۷ تنه ټپيان کړي

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې شاوخوا ۱۲ بجې د ټاکنو نوم‌لیکنې یو مرکز ته نږدې چاودنې ۶ ولسي وګړي او یو پولیس ټپیان کړي دي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی پېښه تاییدوي او وايي، چاودنه د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند ۱۶فامیلي سیمه کې یو جومات ته نږدې شوې ده.

دغه ځای کې د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې مرکز هم موجود دی او دغه‌راز په ټپیانو کې یوه ماشومه هم شته .

هغه وايي، چاودېدونکي توکي په یو زرنج موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

اخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل ویلي، له یادې چاودنې د جلال‌اباد حوزوي روغتون ته ۷ کسان وروړل شوي چې یو پولیس او شپږ نور کوچنیان دي.

میاخېل وايي، د ټپیانو حالت ډادمن دی.

د پېښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي په دغې چاودنې کې له لسو ډېر کسان ټپيان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت هېڅ وسلهوالې ډلې نه دی اخیستی. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام