پکتیا کې د هوایي برید له کبله ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سري‌خېلو سیمې کې د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۰ ملکیان وژل شوي او له ۲۱ ډېر ټپیان دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، یاده پېښه پرون مازدیګر هغه مهال وشوه چې افغان ځانګړو ځواکونو غوښتل په یادې سیمې کې چاڼیز عملیات وکړي چې د وسله‌والو طالبانو له برید سره مخ شول.

د سپېرې ولسوالۍ دوو اوسېدونکیو بابري او ګلاب سلام‌وطندار ته وویل، ځانګړو ځواکونو له هوايي ځواکه همکاري غوښتې چې د هوايي بریدونو له کبله د یوه ۳۵ کلن سړي په ګډون ۱۰ ځوانان او ماشومان په‌کې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د پکتیا امنیې قوماندانۍ ویاند نسیم هم د پېښې پخلی کوي، خو وايي د څېړلو له‌پاره یې ځانګړی پلاوی ټاکل شوی دی.

د نوموړي په وینا، د وسله‌والو طالبانو په ځوابیه برید کې ۳ ځانګړي ځواکونه ټپیان شوي او یو رېنجر موټر یې هم سوځېدلی دی.

بلخوا د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې له افغان ځانګړو ځواکونو سره په جګړې کې یې ۳ رېنجر موټر سوځولي، ۱۰ عسکر یې وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځانګړي ځواکونه ډېر کله د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو پر پټن‌ځایونو بریدونه کوي چې ځینې وخت د طالبانو له غبرګون سره مخ کېږي او د دواړو لوریو په نښتې کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام