افغان کرکټ ملي لوبډلې د یوې مخکښې لوبډلې په توګه د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاو کې برخه واخیسلته، خو لومړی پړاو باران بې خونده کړ.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په دې سیالیو کې ښکلې پیل وکړ او سر په سر درېیو لوبو کې یې د خپل ګروپ درې مخکښې لوبډلې له ماتو سره مخ کړې.
افغانستان ته په روانو سیالیو کې دویم پړاو ته رسېدل او ان نېغ په نېغه ۲۰۱۶ کال شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د رسېدلو ډېر اسانه شوي وو، خو ورپسې لوبو کې هرڅه بدل شول.
د زیات غره کېدلو او یا هم د ګټونکي لوبډلې په تشکیل کې په یوه وار د عمان خلاف د ۴ لوبغاړو بدلول وو، چې افغانستان په حیرانوونکې توګه د یوې کمزورې او نه اټکل کېدونکې لوبې ننداره وړاندې کړه او د عمان خلاف یې په ۴۴ منډو ستره ماتې ومنله.
دغې ماتې نه یواځې دا، چې د افغانستان د پرله پسې بریاوو مخه ډب کړه، د افغانستان څخه یې لومړی مقام هم واخیست او ترڅنګ یې افغانستان د خپلو سیالانو په وړاندې په (رن ریټ) کې شاته شو.
له دې وروسته افغان لوبډله قدرت ته تسلیم شوه، چې سر په سر دوه لوبې یې د باران له کبله له کینیا او کاناډا سره بغیر له کومې سیالۍ په مساوي توګه پای ته ورسېدلې او له ټولو ۱۲ امتیازونو سره افغانستان ۸ امتیازونه وګټل او په خپل ګروپ کې په درېیم مقام ګټلو سره له سکاټلینډ او هالینډ وروسته دویم پړاو ته ورسېدله.
د کرکټ نړیوالې شورا د پلان له مخې به افغان کرکټ ملي لوبډلې په نننۍ بریا سره نه یواځې ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورسیږي، بلکې ترڅنګ به یې د اتلولۍ ترلاسه کولو لپاره د سکاټلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د روانو سیالیو نیمه پای لوبو ته لاره پیدا کړي.
خو که افغان کرکټ ملي لوبډله نننۍ سیالۍ کې ماته وخوري، نو په روانو سیالیو کې به د اتلولۍ له پاره ونه شي لوبېدلی او یواځې د راتلونکې کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته درسیدلو لپاره به له (پي، این، جي) لوبډلې سره خپل وروستی بخت و ازمایي.
کرکټ نړیوالی شورا د افغانستان په ګډون هانګ کانګ ، نمیبیا او هالینډ لوبډلو ته دوه چانسونه ورکړي، چې په یوه چانس نړیوال جام ته د رسیدلو ترڅنګ د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه (سیمي فاینل) ته هم رسیدلی شي او په دویم چانس کې ورته د (پی، این، جي) او عمان خلاف یواځې په ۲۰ اوریز کرکټ نړېوال جام سیالیو کې د لوبېدلو چانس شته.
د یادونې وړ ده، چې کوربه لوبډلې ایرلینډ او سکاټلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې له لومړي او دویم ګروپ څخه لومړي مقامونه وګټل او نېغ په نېغه یې د هندوستان په کوربتوب راتلونکې کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه او هم (سیمي فاینل) ته ورسېدلې، خو د افغانستان، هانګ کانګ، نمیبیا او هالینډ برخلیک نن معلومېږي.





