افغان فوټبال لوبډلې مالدیف ته د ۳ ګولونو په توپیر ماته ورکړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن (دوشنبه) د جنوبي اسیا (ساف) په سیالیو کې د مالدیف فوټبال لوبډلې ته هم ماته ورکړه او په خپل ګروپ کې پورته لاړ.

دغه لوبې چې یوه اونۍ وړاندې په هند کې پیل شوي؛ د جنوبي اسیا ۷ هېوادونه په کې ګډون لري.

افغانستان او مالدیف د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ډېره محتاطانه لوبه وکړه، خو په شلمه دقیقه کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډل مشر فیصل شایسته لومړی ګول او ۱۰ دقیقې وروسته امید بارکزي د افغانستان له پاره دویم ګول ووهلو.

 خو په همدې جریان کې په ۳۸مه دقیقه کې مالدیف پر افغانستان خپل لومړی ګول جوړ کړ.

افغان لوبډلو د لوبې په دویمه نیمايي کې ښه لوبه وکړه او دوه نور ګولونه یې هم ووهل، امید پوپلزی هغه افغان فوټبال لوبغاړی و، چې د لوبې درېیم او خپل دویم ګول یې هم ترسره کړ او احمد ارش د افغان لوبډلې څلورم ګول د لوبې په ګټه تمام کړو.

افغانستان له دې وړاندې له بنګله دېش او برما نه هم لوبې ګټلې وې او له مالدیف فوټبال لوبډلې نه د لوبې په ګټلو سره ښايي په خپل (ب) ګروپ کې لومړی ځای وګټي. ټاکل شوې ده، چې افغانستان به په نیمه پای لوبه کې د چهارشنبې پر ورځ د سریلانکا له فوټبال لوبډلې سره مخامخ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام