
د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټوټ نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر په اړه خپلې موندنې خپرې کړې.
د دغه انسټیټوټ څېړونکي عمر صدر وویل چې د دوی د نظرپوښتنو له مخې ۶۳ سلنه افغانان له طالبانو سره د سولې عالي شورا خبرې اترې ناکامې بولي. دغه موندنې ښيي چې ۳۹ سلنه ځوابورکوونکي پهدې اند دي چې د دولت له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په اړه روان بهیر د منلو نهدی او ۳۲ سلنه نور ګډونوالو ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې د دغو خبرو اترو نه کېدو لامل کېږي.
په همدې حال کې د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح وویل چې د افغان سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ولسمشر ته د سولې خبرو اترو په اړه مالومات ورکړي نهدي او ورته روښانه کړې یې نهده چې طالبان کومې غوښتنې لري؟
د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټېټوټ پهدغې نظرپوښتنې کې ۲ زره او ۲۶ کسان پوښتېدلي چې د ډېرعمر کسان، ځوانان او ښځې پهکې شاملې دي.
موږ وغوښتل چې د دغو موندنو په اړه د سولې عالي شورا نظر هم واخلو، خو په هېواد کې د یادې شورا د مسوولانو نهموجودیت له کبله ونه توانېدو.





