
په غزني ولایت کې افغان هوايي ځواکونو د طالبانو په یو روزنیز مرکز برید کړی، چې لسګونه طالبان په کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د دې ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل سلام وطندار ته وویل، هوايي ځواکونو د ګیلان ولسوالۍ په نوي کاریز سیمه کې د طالبانو په یو مرکز برید کړی، چې ۶۰ تنه طالبان په کې وژل شوي او ۱۰ کسه طالبان ټپيان دي.
د امرخېل په خبره، د هېواد په سویل کې دا د طالبانو ستر روزنیز مرکز و او زیاتوي، چې د دوی د کره کشفي راپورونو پر بنسټ په دې برید کې یو پاکستانی جنرال د کامران په نوم او مرستیال یې د شوکت علي په نوم وژل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان وايي، چې طالبان په دې مرکز کې د پاکستاني جنرال تر نظر لاندې روزل کېدل.
امرخېل زیاتوي، چې اندړو ولسوالۍ د ښار په څنډه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو د وسله والو طالبانو په برید کې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۲۵تنه ټپیان دي.
د غزني ولایت د امنیې قوماندان په خبره، د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر له ولایتونو وسله والو طالبان راټول شوي وو او په دې پوستو یې برید وکړل، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې مات شول.
وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې د دوی په روزنیز مرکز د شوي برید په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعای ېې کړې، چې په د اندړو ولسوالۍ کې ۱۳ سرتېري وژلي او ۲۰ تنه یې ټپیان کړي.





