غني: د لاجوردو لاره د خلاصېدو په حال کې ده

افغان حکومت وايي، د لاجوردو لارې پر سر د ښکېلو هیوادونو سره له خبرو مطمین دي  او ډير ژر به دغه لاره افغانستان د اسیا پر څلور لاري بدل کړي.

ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ ( ۲۰۱۵ کال د اپرېل ۱۸مه)  په کابل کې د د افغان سوداګروسره په ناسته کې وویل، چې په دې اړه یې د ترکمنستان، ازربایجان، ترکیې او ګرجستان هیوادونو سره ګټورې خبرې کړي او دغه هیوادونه هم د لاجوردو لارې پرانېستو سره لیوالتیا لري.

د لاجوردو لاره تاريخي مخینه لري او کابو ۲ زره کاله وړاندې د بدخشان ولایت لاجورد منځنۍ اسیا او اروپايي هیوادونو ته له همدې لارې لېږدول کيدل.

دغه لاره د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان هیوادونو څخه تورې بحیرې ته رسيږي او بیا د ترکیې له لارې افغانستان د ازادو اوبو سره نښلوي.

افغان ولسمشر وايي، چې د لاجوردو لارې د فعاله کېدو سره به افغانستان د منځنۍ اسیا په څلور لاري بدل شي او همدا ډول ددغې لارې څخه په ګټې اخیستنې سره به تر ازادو اوبو لاره پېدا کړي.

افغانستان په وچه کې را ګیر هیواد دی؛ خو د خپل جیوپولیټيک موقعیت له کبله په سیمه کې د سوداګریزو همکاريو په برخه کې خورا اهم ګڼل کيږي.

د سوداګریزو چارو څېړونکي وايي، د لاجوردو لاره د کراچۍ بندر په نسبت افغانستان ته ډيره ګټوره تماميږي.

له  تورغونډۍ  تر د ترکیې د بحیرې پورې څه باندې ۲ زره کېلیومېټره لاره ده، چې د یو موټرسوداګریزو توکو پر سر څه باندې ۳ زره ډالره لګښت راځي په داسې حال کې چې د کراچۍ له بندره تر جلال اباد ښاره پورې په یو موټر سوداګریزو توکو څه باندې ۵ زره ډالر لګښت راځي  او لږ تر لږه۱۴ ورځې وخت په بر کې نیسي.

خو تر ټولو مهمه خبره د لارجوردو د لارې په فعالیت کې د ایران او روسیې هیوادونو همکاري او د اوسپنيزې پاټلۍ ستونزه ده چې لا هم ورته لارې چارې لټول کيږي.

د سوداګریزو چارو پوهان په دې باور دي؛ که کابل د لاجوردو لارې په اړه د مسکو او تهران مرسته تر لاسه کړي؛ نو نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې اقتصاد به له یو نوي انقلاب سره مخ کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام