.jpg)
د هرات ولایت د پوهنې مسوولین وايي، په دې ولایت کې یو شمېر ښوونځي د ناامنیو، د ځایي خلکو کډه کېدلو او د ښوونکو نه شتوالي له امله تړل شوي دي.
د دې ولایت د پوهنې رییس عبدالرزاق احمدي وايي، د هرات په شینډنډ کې ۳۰ ښوونځي، چې په ۲۷ هغو کې اصلا درسي بهیر ناشونی دی، په ګذره کې ۳ ښوونځي، په ګلران کې یو ښوونځی، په کهسان کې یو ښوونځي، په زنده جان کې ۵ ښوونځي او په اوبۀ ولسوالیو کې ۲ ښوونځي تړل شوي دي.
د احمدي پر وینا، زیاتره تړل شوي لومړني ښوونځي دي، چې په پایله کې یې نږدې ۲ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
د پوهنې رییس وايي، ښوونکي په کم معاش دغو سیمو کې درس ورکولو ته نه حاضریږي.
.jpg)
د احمدي پر وینا، د دغو ستونزو د حل له پاره باید ځایي ښوونکو ته ځانګړی معاش په پام کې ونیول شي، تر څو په دې سیمو کې درس ورکړي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو تړل کېدل مني او وايي، چې د دغو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو له پاره د ولایت مقام او ولایتي شورا هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جګړو پراخوالي نه یوازې په هرات، بلکې نورو ناامنه ولایتونو کې هم ماشومان د زده کړو له نعمت څخه محروم کړي دي.
په ورته وخت کې حکومتي چارواکو د ښوونځیو بیا پرانیستلو په خاطر هر ځلې ژمنې کړي؛ خو ستونزې لا پر ځای پاتې دي.





