د کندهار ډوډۍ پخونکو سراسري اعتصاب کړی دی

د کندهار ښار ډوډۍ پخوونکو د ډوډیو د بیو د ټیټوالي له امله د ډوډیو پخلنځایونه تړلي دي.

د دغه ولایت د ډوډۍ پخونکو اتحادي مشر نقیب الله رسول یار نن د ( سپټامبر په ۱۸مه) سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د کندهار ښاروالۍ له دوی غوښتي، چې یوه ډوډۍ په ۱۴ افغانۍ و پلوري.

د ده پر خبره، دا په داسې حال کې ده، چې دغه ټاکل شوې بیه د دوی په تاوان تمامېږي او زیاته کړه، چې دغې ټاکل شوې بیې له مخې نه شي کولای، د ګازو، وړو او د ډوډۍ پخوونکو معاشونه پوره کړي.

رسول یار وايي، چې د هرې معمولي ډوډۍ وزن ۴۰۰ ګرمه دی او زیاتوي، د د غه ولایت ښاروالۍ مسولینو د هر هغه نانوایي څخه چې د ډوډۍ وزن یې کمه و، ۵۰۰ افغانۍ جریمه اخیستله او اوس ۵۰۰۰ افغانۍ جریمه اخلي.

ده وویل، څرنګه چې د ښاروالۍ جریمه تر ۵۰۰۰ افغانیو لوړېدلی شي؛ نو دوی هم غواړي، چې د یوې ډوډۍ بیه ۲۰ افغانیو ته پورته شي.

رسول یار خبرداری ورکوي، تر هغه به دې اعتصاب ته دوام ورکوي، تر څو د ښار والۍ له لوري د یوې ډوډې بیه ۲۰ افغانیو ته نه وي لوړه شوي.

په ورته وخت کې د کندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وايي، چې څو ځلې یې د نانوایانو د اتحادیې له غړو، د ولایتي شورا له استازو او د دغه ولایت د ښاروالۍ له مسولینو سره د دغې ستونزې د حل په اړه خبرې کړي دي، خو په دې برخه کې د پام وړ پایلې ته نه دي رسېدلي.

څرګند وايي، چې د هرې یوې ډوډۍ د پلور له پاره ۱۴ افغانۍ معیار ټاکل شوی دی او نانوایان یې د بیو زیاتېدلو غوښتنه کوي.

په کندهار ښار کې نانوایانو په داسې حال کې سراسري اعتصاب کړی دی، چې له دې مخکې په دې ښار کې ټولټال ۱۱۰۰ نانوایانو ډوډۍ پخوله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام