طالبانو د کندوز ـ تخار له لویې لارې ۴ مسافر تښتولي

د پولیسو یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو نن ګهیځ د کندوز مرکز اړوند د باغ میري ښوونځي په سیمه کې ۳۰۳ بس چې تخار ته تللو درولی او ۴ تنه مسافر یې ترې ښکته کړي دي.

سرچینه وايي، د تښتول شويو کسانو هویت معلوم نه دی؛ خو ویل کېږي، چې دوی نظامي کسان دي.

وسله والو طالبانو دغه کسان نا معلوم ځای ته له ځانه سره وړي دي.

دوه اوونۍ مخکې هم وسله والو طالبانو له همدې لویې لارې دوه تنه مسافر تښتولي وو، چې بېرته یې راخوشې کړل.

د ریپوټونو له مخې، د کندوز ـ تخار لویه لار یو له ناامنو لویو لارو ده، چې ځینې وختونه وسله وال طالبان د لارې په اوږدو کې راوځي، د مسافرو موټر پلټي او یو شمېر مسافر له ځانه سره بیايي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام