د فاریاب مدني فعالان د خپل ولایت دروازې کولپې کړلې

ځينو مدني فعالانو، د ولايتي شورا استازو او ځوانانو فاریاب ولایت ته د افغان حکومت د نه پاملرنې په اعتراض لاریون وکړ او د اعتراض په ډول يې د ولایت دروازو ته کولپونه واچول.

دغو لاریون کوونکو پر حکومت د فاریاب ولایت په هکله د ناغېړۍ شعارونه ورکول او له لوړ پوړو چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې دغه ولایت ته والي او امنيې قومندان ور و پېژني.

د فاریاب پخوانی سرپرست والي څو ورځې وړاندې د بغلان د والي په توګه وپېژندل شو او همدارنګه کله، چې تېر کال د ولسمشر له لوري د دغه ولایت امنيه قومندان سرپرست معرفي شو، نو دنده يې پرېښوده.

دغه اعتراض کوونکي " مسوولانو ويښ شئ، فاریاب ته جدي پاملرنه وکړئ، موږ خدمتګاره مسوولين غواړو نه موټر سواره، ولایت مو وتړل ترڅو له خوبه ويښ شئ، فاریاب زړه سوی شخص غواړي، د کندوز ناورین په فاریاب کې مه تکراروئ" شعارونه له ځانونو سره لېږدول.

همدارنګه دوی له حکومته غوښتنه وکړه، چې د ياد ولایت امنيتي وضعيت ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دوی له حکومته د فاریاب اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو غوښتونکي هم شول.

لاریون کوونکو خبرداری ورکړ، چې د حکومت نه پاملرنې په صورت کې به خپلو مدني حرکتونو ته زور ورکړي.

د فاریاب ولايتي شورا غړی عبدالاحد بېک وايي، چې د دوو میاشتو راهیسې د دغه ولایت امنيت ورځ تر بلې خرابيږي، خو حکومتي مقامات په خپلو کې په سياسي ناندريو اخته دي.

د یاد ولایت یوتن مدني فعال جاوید کېوان وايي، چې طالبان هڅه کوي، چې خپل نظامي حضور په دغه ولایت کې پياوړی کړي.

هغه زياتوي، مخکې له دې چې د کندوز ناورین تکرار شي باید د دغه ولایت راتلونکی معلوم شي.

د راپورونو پر بنسټ طالبان د دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې خپل نفوذ زیات کړی.

دوی په دې وروستيو کې له څو خواوو د فاریاب پر مرکز ميمنې ښار بریدونه وکړل؛ خو په نيولو يې بریالي نه شول.

همدارنګه دوی، څه موده وړاندې د ګرزيوان ولسوالۍ هم ونيوه، چې وروسته بیا د امنيتي ځواکونو له لوري بېرته د دولت په ولکه کې شوه.

داسې هم ویل کيږي، چې اوسمهال د غورماچ ولسوالۍ ځينې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام