د بغلان ولایت اوسېدونکي د وسله والو مخالفینو هغې کړنې پر خلاف چې جوماتونه یې سوځولي وو، لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د شعارونو په ورکولو سره یې خبرداری ورکړ، چې که چېرې د دغه کار عاملین د حکومت له خوا و نه نیول شي؛ نو دوی به په لوی لاریون لاس پورې کړي.
د دغه لاریون یوتن ګډون کوونکي د سېد نبي په نوم سلام وطندار ته وویل، چې له دې مخکې به طالبانو په جوماتونو کې ځانمرګي بریدونه کول اوس دوی جوماتونه سوځوي.
د بغلان ولایت د امنیتي قومندانۍ سرپرست عبدالرشید بشیر وايي، چې ۴ ورځې مخکې د پلخمري د ډنډغوري په څو کلیو کې طالبانو ۶ محرابه جوماتونه سوځولي دي.
د ده پر خبره، طالبان پر دې سیمه بشپړواک نه لري او له جوماتونو نه د نظامي هډو په توګه ګټه اخلي.
د دې ولایت د امنیې قومندان په خبره د طالبانو له خوا د جوماتونو سوځولو لامل دوی تر منځ د عشر او زکات پر سره مخالفت ده، چې طالبانو له خلکو نه په زور او د باج په ډول عشر اخلي.
له بل لوري د بغلان ولایت د علماوو شورا غړی مولوي حسیب الله حنیفي وايي، د جوماتونو سوځول بې احترامي او کفریزه کړنه ده.
د بغلان ولایت خلکو او امنیتي چارواکو د جوماتونو سوځول تور په طالبانو پورې کوي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.





