وسله والو په لوګر کې ۵۰۰ کلن پخوانی مشهور زیارت والوزولو

د لوګر ولایتي چارواکو سلام وطندار ته وویل، چې نن د (اګست په ۲۴مه) سهار شاوخوا پنځه بجې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا په څرخ ولسوالۍ کې د شاه خلوتي مشهور زیارت په بمونو والوزول شو.

د لوګر د والي ویاند محمد سلیم صالحي وویل، چې د شاه خلوتي زیارت ۵۰۰ کاله مخینه لري.

 د صالحي پر وینا د لوګر، میدان وردګو، غزني، پکتیا او کابل ځېنې سیدان د شاه خلوتي اولاده ګڼل کېږي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې هم د میدان وردګو ولایت په تنګي سیمه کې د سوبیانو په نوم مشهور زیارت وسله والو طالبانو سوزولی و. 

که څه هم د اسلامي دولت غړو تر اوسه یې په عرب مېشتو ځایونو کې ډېر تاریخي ځایونه او زیارتونوه الوزولي دي، خو د دې دواړو پېښو د مسولیت په اړه رسنیو ته تر اوسه نه دوی او نه هم کومې بلې ډلې څه دي ویلي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام