.jpg)
ځينې کارپوهان او مدني فعالان وايي، چې د وسله والو طالبانو له لوري د یو خصوصي ټلویزیون پر کارکوونکي ځانمرګی برید د دې ښکارندويي کوي، چې دغه ډله هڅه کوي د خلکو غږ خاموشه کړي.
تېره ورځ وسله والو طالبانو د طلوع ټلویزیون او کابورا پروډکشن پر حملې موټرځانمرګی برید وکړ، چې د راپورونو له مخې په دغه برید کې د طلوع ټلویزیون ۶ کارکوونکي ووژل شول او ۲۷ نور عام وګړي ټپيان شول.
د رسنيو دغه فعالان وايي، چې د طالبانو دغه برید پر انسانیت برید و او له دې ښکاري، چې دغه ډله پر انسانیت باور نه لري.
د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ وویل، چې وسله وال طالبان غواړي په دا شان بريدونو سره د افغانستان د رسنيو غږ خاموشه کړي.
نوموړې زیاته کړه، چې د دغو بریدونو د ترسره کولو وروسته په افغانستان کې به د بیان د ازادۍ هيڅ غږ ته هم صدمه و نه رسیږي او له پخوا به لا هم تیز او رسا شي.
شکريې له حکومته غوښتنه وکړه، چې پر رسنيو د بريدونو مخه ونیسي کنه په راتلونکي کې به ژورنالیستان د زیاتو ستونزو سره مخ شي.
.jpg)
ځينې خبریالان هم له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې باید په جدي ډول د دغو بریدونو مخه ونیسي.
دوی خبرداری ورکوي، چې که د طالبانو له لوري پر دوی د بریدونو مخه و نه نيول شي، نو په راتلونکي کې به د خبريالۍ په کار ناوړه اغیزه وکړي.
د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي، چې څو ورځې وړاندې د ناپيژانده وسله والو له خوا د یو برید له امله ټپی شوی وو وايي، وسله والو طالبانو په خپلو برنامو کې ځينې بدلولونه راوستي او غواړي د يوې بلې لارې پر رسنيو فشار راوړي.
سعيدي د طلوع ټلویزیون پر کارکوونکو برید د حکومت بې کفايتي او ناغيړي ګڼي.
هغه زیاتوي، چې حکومت مخکې له مخکې له دغو پېښو خبر وي، خو د مخنيوي له پاره یې هڅې نه کوي.
د افغانستان د ازادو رسنيو (نی) د څار کمېسیون مشر صدیق الله توحيدي د طلوع ټلویزیون پر کارکوونکو د برید غندلو ترڅنګ وايي، چې غواړي د طالبانو پر وړاندې د رسنيو له هر ډول پرېکړې ملاتړ وکړي.





