مخ پټو وسله والو په لوګر کې درې خویندې وژلي دي

مخ پټو وسله والو د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د ملاخان په نوم د یو قومي مشر درې پېغلې لوڼې تښتولي او د خواجه انګور په دښته کې په ډزو وژلي دي.

دغه نجونې د کور د رنګولو په پاره د پنجپای سیمه کې چینې ته د خړې خاورې راوړلو له پاره تللې وې، چې د مخ پټو وسله والو له لوري وتښتول شوې.

دغه پېښه نن (شنبه) رامنځته شوې ده.

د خروار ولسوالۍ د پراختیايي شورا مشر ډاکتر ناصر سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې مخ پټو وسله والو لومړې دا نجونې له پنجپای سیمې تښتولي او وروسته یې په خواجه انګور دښته کې وژلې دي.

دغه قومي مشر وایي، وژل شویو نجونو کې یوه یې نهه کلنه، دویم یې ۱۸ کلنه او دریمه هغه یې ۱۵کلنه وه.

ناصر زیاتوي، دغو مخ پټو وسله والو د امنیتي ځواکونو یونیفرم اغوستی وو.

له بلې خوا د لوګر د والي ویاند سلیم صالح پېښه تاییدوی او وايي، چې د خروار ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه خپلې پلټنې پیل کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې په لوګر ولایت کې ناپېژانده وسله وال د یوې کورنۍ درې خویندې وژني.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام