
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکو نن (یک شنبه) ورځ په کابل کې د خبري غونډې پرمهال د روښنايۍ غورځنګ پر لاریون کوونکو ځانمرګي بریدونه په کلکو ټکو وغندل.
خبري غونډې ته د یاد کمېسیون مشرې سیما سمر وویل، چې د شنبې ورځې په پېښه کې د بې ګناه خلکو وژل او قتل عام د نړیوالې محمکې د ۸ مادې پر بنسټ جنګي جنایت دی او عاملین يې باید عدليي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژندل شي.
مېرمن سمر زیاته کړه، افغان حکومت کولی شي، د دې پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو او عدالت تطبیق له پاره له نړیوالې جزايي محکمې ته مراجعه وکړي.
د بشرحقونو خپلواک کمېسیون مشره وايي، چې په کابل کې د وروستۍ پېښې عاملین باید پیدا او محاکمه شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بیا سلام وطندارته وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي بنسټونو، بشر حقونو او د ولس له استازو یو کمېسیون ټاکلی، چې د تېرې ورځې پېښه وڅیړي.
د روښنايۍ غورځنګ پلویانو د شنبې په ورځ کابل کې له سالنګه، بامیانو ته د برېښنا لېږد مزي د تګ لوري بدلیدو په موخه لاریون وکړ، چې په لاریون کې چاودنو له ۸۰ زیات کسان ووژل او شاوخوا ۲۳۱ نور یې ټپیان کړل.





