طالبانو د جنګي فصل له پاره د هلمند له ۳ ولسواليو میليونونه مالیات ټول کړي

د هلمند ولایت د نهر السراج، باباجي او مارجې ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري دوه کمېسيونونه جوړ شوي او د ځمکو پر سر پېسو اخیستل يې پېل کړي دي.

د مارجې ولسوالۍ د ټولنیزې شورا غړي او د سيمې اوسېدونکي حاجي ظاهر او عبدالصمد وايي، چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې وسله وال طالبان فعالیت کوي او د ځمکو پر سر د پېسو ټولولو پریکړه يې کړې ده.

دوی وايي، چې وسله والو طالبانو پر هر جریب د سلو پاکستانیو کلدارو غوښتنه کړې او ځينې کسان يې ګواښلي هم دي.

دوی تور پورې کوي، په مارجې ولسوالۍ کې، چې شاوخوا ۱۰۰ زره جریبه ځمکه د دولت له لوري ورکړل شوي تر دې دوه چنده دښتې یو شمېر خلکو په خپل سر غصب کړي هم دي.

د نوموړو په وینا، دغه پېسې د وسله والو د یو فصل جګړې له پاره د تابیا نيولو په موخه ټوليږي.

د راپورونو پر بنسټ طالبان پر هره فورمه ۳۵۰۰ پاکستاني کلدارۍ اخلي او د نه ورکړې په صورت کې خلک بندیان کوي.

بل لوري د هلمند د ولایتي شورا مرستیال ملا عبدالمجید اخندزاده وايي، چې وسله والو طالبانو د هلمند په شمالي ولسواليو کې ټول هغه څه، چې د دولت پورې تړاو  درلود د ښارونو، برېښنا او لویو لارو پر سر ټيکس ټولوي.

د نوموړي په وينا، طالبانو اوس د هلمند په جنوبي ولسوالیو کې هم دا کار پېل کړی دی.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال زیاتوي، چې وسله وال طالبان له دې لارې په زرګونه لکه پاکستانۍ کلدارۍ ټولوي او خپل جنګي ماشينونه پورې تقویه کوي.

هغه په دې اړه امنيتي ارګانونه پړ بولي او وايي، چې امنيتي ارګانونه يې باید په جدي ډول مخنيوی وکړي.

و مو غوښتل په دې اړه د هلمند د ولايتي ادارې نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له ساعتونو ساعتونو انتظار او هڅو سره سره بريالي نه شو.

داسې هم ویل کيږي، چې طالبانو په هلمند د رخام ډبرې او برېښنا د پېسو ټولولو نه هر کال ۱۵ زره لکه پاکستانۍ کلدارۍ ټولوي، چې د ۱۵ میليونو امريکايي ډالرو معادل کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام