
د سولې سیاست په سیوري کې اوس هم د جګړې لمبې تودې دي. طالبانو د تېرې جمعې په ورځ زابل ولایت کې ۲۴ امنیتي ځواکونه ووژل.
په غبرګون کې يې امنیتي ځواکونو تېره شپه کندوز کې ۲۷ طالب وسلهوال او زابل کې شپږ نور ووژل.
کندوز کې د طالبانو د ټپیانو شمېر هم ۱۹ ته رسېږي او همداراز زابل کې بیا ۵ نور نیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، کندوز او زابل ولایتونو کې دغه شمېر طالبان د «فعاله دفاع» پایله کې وژل شوي دي.
د امان په وینا، وژل شویو وسلهوالو کې د طالبانو قومندانان هم شامل دي.
نوموړی ټینګار کوي چې تر دې وروسته به امنیتي ځواکونه د طالبانو بریدونه له سنګرونو نه دفعه کوي، بلکې هغوی پرانیستی لاس لري، ترڅو هغه طالبان چې د برید کولو هوډ لري، خپلو مرکزونو کې وځپي.
نظامي کارپوه عتیق الله امرخېل سلاموطندار سره خبرو کې د دفاع وزارت په«فعاله دفاعي» سیاست نیوکه کوي.
د امرخېل په باور، دا چې طالبان سولې ته ژمن نه دي باید پر وړاندې یې د جګړې ډګر ګرم شي.
نوموړی وايي، د امنیتي ځواکونو مشري له پيله تراوسه په تېروتنې شوې.
طالبانو ته له نږدې کسانو اکبر اغاجان وايي، د جګړې د زیاتېدو لامل بهرنیان دي.
د نوموړي په وینا، باید د هغو خوځښتونو مخه ونیول شي چې د سولې پر بهیر منفي اغېز کوي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک د شاوخوا ۲۰ ورځو په تېرېدو، اوس هم د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو څرک نه لیدل کېږي.
په ورته وخت کې ارګ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د زلمي خلیلزاد هغې غوښتنې، ته چې هر څه ژر یې د طالب زندانیانو خوشې کولو په تړاو کړې وه، رد ځواب ورکړی دی.





