د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې ۳۰ سلنه افغانان په رواني ستونزو اخته دي.
فیروز وايي، ۷۳ سلنه مېرمنې او ۶۰ سلنه نارینه د خپګان په ناروغۍ اخته دي او ۲۰ سلنه نور بیا په بېلا بېلو رواني ناروغیو مبتلا دي.
د روغتیا وزیر نن د (اکټوبر په ۱۰مه) دغه څرګندونې وکړې، ده وویل، چې په ټول هېواد کې د رواني ناروغیو د درملنې له پاره نولس سوه مرکزونه فعاله دي.
د نوموړي پر خبره د رواني درمنلې له پاره په ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو کې د رواني ناروغیو درملنې موجودې دي او په دې برخه کې متخصص ډاکټران کار کوي.
د فیروز پر خبره، جګړه، نشه یي توکي، جنایت، تاوتریخوالی، وزګاري او تشویش هغه لاملونه دي، چې انسان ته رواني ناروغۍ پیداکوي.
له بل لوري په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي ګیب ریل په دې غونډه کې ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کال کې به د ۲۵۰ ډاکټران په دې برخه کې د مسلکي زده کړو له پاره اروپا ته ولیږي.
هر کال د اکټوبر ۱۰ مه د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کیږي او سږ کال د افغانستان روغتیا وزارت د "رواني روغتیا ته د احترام کولو" تر نامه لاندې دغه ورځ و نماځله.





