د شینډنډ په جګړه کې ۵۲ طالب وسله وال وژل شوي

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په اورایین سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په څلوریشت ساعته نښته کې ۵۲ طالبان، ۳ امنیتي ځواکونه او ۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني پوپل وویل، چې په دې نښته کې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان ملانایب او ملا محب  هم وژل شوي او ۱۰ طالبان ټپیان شوي دي.

فرهاد زیاته کړه، دا تلفات په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې طالبانو ته اوښتي دي.

د والي ویاند وايي، چې وسله والو طالبانو په دې جګړه کې یو روغتیايي مرکز او یو ښوونځي سوځولی او په پایله کې یې ۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند همدارنګه وویل، چې په دې پېښه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام