داعش په ننګرهار کې د نجونو په ښوونځیو بریدونه کوي

داعشیانو په ننګرهار کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نجونو ښوونځیو ادارو او کورنیو ته جدي خبرداری ورکړی چې ښوونځي وتړي او کورنۍ خپلې لوڼې او خویندې ښوونځیو ته پرې‌نه‌ږدي.

دا خبرپاڼه دوې ورځې مخکې د (یکشنبې) په ورځ خپره شوې‌ده.

د دوی په‌ خبرپاڼه کې په ټینګار سره راغلي چې سر له سبا (پرون) راهیسې به «د سکولر کفري نصاب» ټول پرانیستي ښځینه ښوونځي د دوی د «درنو چاودنو او تندریزو» بریدونو هدف وګرځي.

د خبرپاڼې په حواله، که‌چېرې هر څوک د دې خبرداري څخه سرغړونه کوي، د وژل کېدا مسوولیت یې په‌خپله غاړه دی.

ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د ښوونځيو زده‌کوونکي وايي، تېره ورځ ورته په ښوونځیو کې ویل شوي چې سر له ننه یې ښوونځي د داعش ډلې د ممکنه بریدونو له امله رخصت دي او دوی دې نور نه ورځي.

د ننګرهار عالي لېسې دوه تنه شاګردان فیصل او ایمل وايي، د کلنۍ ازموینې له‌پاره نن سهار ښوونځي ته ورغلي وو خو ښوونځی یې تړل شوي و.

د دې ولایت د پوهنې رییس حسیب الله شینواری د داعش له لوري پر ښوونځیو د بریدونو احتمال نه ردوي؛ خو وايي، اوس یې یوازې په مرکز جلال اباد ښار کې له دې امله ښوونځي رخصت کړي، چې د زده کوونکیو کلنۍ ازموینې پای ته رسېدلي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي، ننګرهار کې د ګرمو سیمو ښوونځي د داعش له وېرې نه، بلکې د کلنیو ازموینو له پای ته رسېدو سره سم رخصت شوي؛ په ورته وخت کې نوموړی دیو لړ ګواښونو هم وېره لري.

تر اوسه د خبرداري دغه لیک د داعش له  هېڅ ادرسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی؛ خو د یادې ډلې د رسمي نښان او بیرغ لرونکی دغه لیک کې ویل شوي، دوی د نجونو پر ښوونځيو دا بریدونه د بهرنیو او حکومتي ځواکونو د هغو عملیاتو په غبرګون کې کوي، چې د هسکې مېنې په بېلابېلو سیمو کې پکې لسګونه عام خلک وژل شوي.

داعشیان ادعا کوي چې دولتي ځواکونو د ننګرهار د هسکې‌مېنې په ګورګوري او پاپین سیمو کې په تېرو ۳ ورځو کې له ۱۰۰ ډېرو ماشومانو او زنانه‌وو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې او دا خبرداری د دولتي ځواکونو له لوري د شویو عملیاتو غچ اخېستل بولي.

سلام‌وطندار د دې خبرپاڼې صحت نه‌شي ثابتولی. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام