د ولسي جرګې ځينې غړي خیالي پولیس لري

د ولسي جرګې یو غړي نن (دوشنبې) په عمومي غونډه کې وویل، چې د دې جرګې ځينې وکیلان د ساتونکو په نوم خیالي پولیس لري.

په ولسي جرګه کې د وردګو د خلکو استازي غلام حسین ناصري یو لیست خپور کړ، چې له مخې یې د هغو شمېر وکیلانو نومونه په ډاکه کړل، چې د خیالي پولیسو تشکیل لري.

ده وویل، چې دغه شمېر وکیلان د پولیسو خیالي تشکیلاتو امتیازات په نوم زیات امتیازات خپلو شخصي جیبونو کې اچوي.

ناصري د هغو وکیلانو نومونه اعلان کړل، چې له ۳۰ پولیسو نه نیولې تر ۱ پولیس پورې خیالي تشکیلات لري او معاش یې اخلي.

 

د ولسي جرګې وکیل          خیالي پولیس

ملا تره خېل                      ۳۰ نفره

ملا عزت                          ۲۳ نفره

احمد شاه رمضان                 ۷ نفر  

حبیبه دانش                        ۷ نفره

شریفي بلخابي                     ۷ نفره

میربت خان منګل                 ۶ نفره

محمد فرهاد صدیقي              ۵ نفره

صفورا ایلخاني                  ۵ نفره

صیفوره نیازۍ                   ۵ نفره

احمد بهزاد                       ۵ نفره  

رنګینه کارګر                    ۴ نفره

عبیدالله بارکزی                   ۴ نفره

قیس حسن                         ۴ نفره

موسی خان نصرت              ۲ نفره

نقیب الله فایق                     ۲ نفره

فهیمه سادات                      ۲ نفره

عبدالصبور خدمت                ۲ نفره

شېر ولي وردګ                   ۱ نفر

 

د عباس ابراهیم زاده په ګډون ۳ نور وکیلان هم خیالي پولیس لري، خو شمېر یې نه دي معلوم.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې دغه لېست باید اعلان شوي نه وی.

د ده پر وینا، دغه لېست باید د اداري پلاوي له پلټنو وروسته په ډاګه شوی وی.

ابراهیمي دغه لېست غلط وباله او زیاته یې کړه، چې د حکومت د لوړپوړي چارواکو له خوا دغه لېست د غلام حسین ناصري په واک ې ورکړل شوی .

عبدالروف ابراهیمي دغه کار یو خصمانه عمل یاد کړ او زیاته يې کړه، چې په دې اړه به څېړنې وکړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړي صالح محمد صالح اندېښنه وښودله، چې یواځې دا لېست نه دی، بلکې بل داسې لېست هم شته، چې په هغه کې د هغو وکیلانو نومونه راغلي دي، چې د پولیسو له رنجرو شخصي ګټنه اخلي.

د سیګار نړیوال ادارې د افغانستان په ډېرو وزارتونو په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت د خیالي ښوونځیو او په روغتیا وزارت کې د خیالي کلینیکونو په اړه داسې اسناد خپاره کړل، چې په هغه کې شاوخوا ۷ میلیارده ډالر اختلاس شوی وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام