د ارزګان ولایت د عامې روغتیا رییس خان اغا میاخېل د پاکستان له استخباراتي شبکې "آی اېس آی" سره د همکارۍ او په اخلاقي فساد تورن شو.
پر نوموړي تور دی، چې د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د پاکستان د "آی اېس آی" کسان په دندو ګوماري او همکاري ورسره کوي.
د ارزګان ولایت د محاکمو رییس مولوي محمد جان سلام وطندار ته وویل، چي د روغتیا رییس په خپلو ادارو کې د پاکستان د څارګرې ادارې کسان ګومارلي دي.
محمد جان وایي چې، د عامې روغتیا د رییس په امر د AHDS د موسېسې یوه څانګې، چې د دوی د کور مخې ته یې له تېرو څو میاشتو راهیسې خوراکي مواد وېشل؛ پرې پوه شول د دوې مرسته د خیر ښېګڼې کار نه، بلکی یوه د سیسه وه.
ده وویل، چې څو ځلې یې له دې ځایه د همدې موسېسې پر کارونو د بندیز غوښتنه کړې وه او میاخېل هم د یادې موسېسې بندولو ژمنه ورکړی وه، خو تر دا مهاله د موسېسې چارې نه دي درول شوي.
محمد جان وايي، دغې موسېسې د ده د وژلو پلان لرلو.
دا ولایتي شورا منشي عبدالکريم خادمزي د دې قضیې په اړه وویل، چې ملي امنیت یوه ورځ وړاندې میاخېل د تحقیقاتو او د قضیې د څېړلو لپاره ورغوښتی و.
ښاغلي خادمزی زیاتوي، چې دوی هم د عامې روغتیا پر رییس شکمن دي، چې له پاکستاني استخباراتي شبکې سره لاس لري.
خان اغا میاخېل پر ده لګېدلې تورونه بې بنسټه بولي، وایي، د AHDS یوې موسېسې د ارزګان ولایت د محاکمو د رییس کور مخې ته پر غریبو خلکو یو شمېر خوراکی توکي وېشل او د دوی ادارې پوره هیڅ تړاو نه لري.
خو د همدې موضوع په اړه دا پوښتنه د موضوع د ښکېلو خواوو له لوري بې ځوابه پاتې شوه، چې د ارزګان ولایت د عامې روعتیا رییس د کوم صلاحیت له مخې د دغه ولایت د محاکمو رییس ته د موسېسې د کارونو د ځنډولو ژمنه ورکړل شوې وه؟





