حزب اسلامي: په ننګرهار کې مو امیر نه‌دی څرګند شوی

د حزب اسلامي چارواکي وايي، د دې حزب مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې دی او ډېر ژر به د افغانانو په منځ کې راڅرګند شي.

دا په داسې حال کې ده، په ځینو رسنیو کې داسې ریپوټونه خپاره شول چې ګواکې د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار په ننګرهار کې له خلکو سره لیده کاته کړي دي.

د حزب اسلامي ویاند حشمت الله ارشد سلام وطندار ته وویل، ښاغلی حکمتیار په افغانستان کې دی، د سه شنبې او یا چهار شنبې په ورځ به په یو ولایت کې راڅرګند شي.

حشمت الله ارشد رد کړه، چې ګواکې حکمتیار نن د خلکو په منځ کې راڅرګند شوی دی.

دی وايي، د ګلبدین حکمتیار راڅرګندېدلو او راتګ په برخه کې پوره چمتووالی نیول شوی دی.

د سولې د پروسې او ادغام مجدد د اجرایوي دارالنشا د سترا تېژیکو اړیکو رییس احمد فرزام په افغانستان کې د ګلبدین حکمتیار د شتون په اړه څه ونه ویل او رد کړه، چې حکمتیار دې په لغمان یا ننګرهار کې را څرګند شوی وي.

فرزام وویل، ډېر ژر به ګلبدین حکمتیار په یو ولایت کې را څرګند شي او کابل ته به را دننه شي.

ګلبدین حکمتیار له ۴۰ کلونو راهیسې د واک ترلاسه کولو په موخه وسله پورته کړې وه. د حکمتیار په خبره له طالبانو وروسته په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د بهرنیانو د ویستلو او دلته د یو اسلامي نظام رامنځته کولو په هدف جګړه کوله.

ښاغلی حکمتیار له دغو غوښتنو لاس واخیست او له حکومت سره یې د سولې خبرو له پاره کابل ته خپل استازی ورولېږلو.

د حکومت له میاشتو هڅو او پرلپسې خبرو اترو وروسته د افغان ولسمشر غني او د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه په ۶ مخونو، ۳ څپرکو او ۲۶ مادو کې ترتیب شوې ده.

په هوکړه کې لیکل شوي، چې دواړه لوري به د جګړې پای ته رسولو، د سولې ټینګښت، اسلامي ارزښتونو او یووالي ته ژمن پاتې کېږي.

د همدې هوکړې پربنسټ حکومت د حکمیتار په خلاف ټول لګول شوي بندیزونه لرې کړل او دغه حزب یې په رسمت وپېژندلو.

حزب اسلامي هم د سولې هوکړې په اساس خپله نظامي برخه لغوه کړه او اړیکه یې له ټولو ترهګریزو ډلو سره غوڅه کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام