د بغلان نهرین ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

د بغلان نهرین ولسوال فضل‌الدین مرادي وايي، طالبان د ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې امنیتي ځواکونو او د ولسي پاڅونوالو سره نښته کې دي او که مرستندویه ځواکونه ور ونه رسېږي؛ نهرین به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د ده په خبره، طالبان د دې ولسوالۍ په ترک او صیاد، تخت‌شاه بدل او جولا سیمو کې له ولسي پاڅونوالو سره په نښته کې ښکېل دي او که هر وخت وغواړي په ولسوالۍ برید کولی شي.

د بغلان ولایتي شورا منشي محمدحنیف ګهګدای هم وايي، نهرین ولسوالۍ کې یوازې ولسي پاڅونوال د ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید پر وړاندې جګړه کوي.

د ده په خبره، په نهرین کې وضعیت نهایتاً خراب دی او تر دامهاله مرستندویه ځواکونه هم نه‌دي استول شوي.

د نهرین ولسوالۍ قومي مشر عبدالرشید وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې له امله تراوسه د ولسوالۍ له څوو کلیو شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې‌دي چې ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

خو د بغلان امنیه قوماندان اکرام‌الدین سریع د دې ولایت نهرین ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پیلولو له‌پاره د چمتووالي خبر ورکوي.

بغلان د هېواد شمال‌ختیځو ولایتونو کې له ناامنه ولایتونو څخه دی چې طالبان یې یو شمېر ولسوالیو کې پراخ حضور لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام