راروانه میاشت پر طالبانو د بریدونو زیاتوالی او د سولې جبري خبرې

بي۵۲ امریکايي الوتکو په دې وروستیو کې د طالبانو پر مرکزونو او د نشه‌يي توکیو په کارخانو بریدونه کړي

یوې حکومتي سرچینې سلام‌‌وطندار ته ویلي چې حکومت او امریکا د زور له لارې طالبان د سولې خبرې ته اړ کوي.

سرچینه د نوم نه خپرېدو په شرط وايي، امریکا د عراق او سوریې له هېوادونو پرمختللې وسلې افغانستان ته راوړي دي او د پلان له‌مخې د راروانې میاشتې له پیله پر طالبانو هوايي او ځمکني ګوزارونه زیاتوي.

په دې اړه د پوځي چارو څېړونکی عتیق‌الله امرخېل وايي، حکومت تل د طالبانو ځپلو په برخه کې د جدي ادارې خبرې کړي دي خو په عمل کې ثابته شوې نه ده.

د ښاغلي امرخېل په خبره، که امریکا په افغانستان کې سوله او ټیکاوو غواړي له ځنډ او خنډ پرته دې د طالبانو پر اصلي ملاتړي پاکستان غوڅ فشارونه زیات کړي.

د پوځي چارو بل شنونکی زلمی وردګ د طالبانو پر وړاندې د حکومت پر کړنې نیوکه کوي. وايي، حکومت له یوې خوا طالبانو ته له شرط پرته د خبرو اترو وړاندیز کوي بل خوا بیا د سختو ګوزارونو خبرې کوي.

د ښاغلي وردګ په وینا، د طالبانو ځپلو په اړه به د حکومت او امریکا د جګړې طرحه مثبتې پایلې ونه‌لري.

افغان حکومت د کابل پروسې په دویمه غونډه کې طالبانو ته له مخکېني قید او شرط پرته د سولې خبرو اترو وړاندیز وکړ.

د سولې له دې وړاندې شوي پلان ځنې ۱۲ ورځې کېږي خو د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو داسې ښکاري دغه ډله لا هم د خبرو لېواله نه ده.

د چارو څېړونکي وايي دا چې په نوي کال کې پر طالبانو د حکومت او امریکايي ځواکونو فشارونه زیاتېږي، نو طالبان په جګړه‌ييز تکتیک کې بدلون راولي او د جبهه‌يي جګړو پرځای به تر ډېره په ښارونو کې بریدونه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام