
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې هدفي بریدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي جګړهییز تکتیکونه دي چې په وروستیو کې یې د مرګژوبلې په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې دي.
دغه کمېسیون د ناامنیو او د ملکیانو د په نښه کولو پېښو له زیاتوالي سره سم په یوه لیک کې لیکلي چې په دغو هدفي بریدونو کې نړیوال بشردوستانه حقونه د داسې سند په توګه چې په وسلهوالو نښتو کې د ملکیانو لپاره ساتندوی دی، له پامه غورځېدلي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې وروستي هدفي بریدونه به مستند کړي.
یاد کمېسیون له دولت نه غوښتي چې د ورته بریدونو عاملان په نښه او عدالت تامین کړي.
په وروستیو میاشتو او ورځو کې، پلازمېنه کابل او ځینې نور ستر ښارونه د هدفي بریدونو شاهدان وو چې له کبله یې ډېری ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.





