د میدان وردګو د مرکز یو شمېر اوسېدونکي وایې، چې تېره شپه یو شمېر مخ پټو وسله والو په مرکز کې د ملا کاکا په نوم تاریخي زیارت په بمونو والوځولو.
د میدان وردګو د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د دغه ولایت د مرکز میدان ښار په چاریکې سیمه د ملا کاکا په نوم تاریخي زیارت په بمونو الوځول شوی دی.
خوږیاڼي وایې معلومه نه ده، چې دغه کار د چا له خوا شوی، خو په دې اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.
بل خوا د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي محمد شریف هوتک سلام وطندار ته وویل، چې دغه زیارت شاوخوا ۹۰ کلن تاریخ درلود او د وردګو په ګډون د لوګر، غزني، پکتیا او کابل ولایتونو یو شمېر کم عمره ماشومان د بېلابېلو ناروغیو د درملنې له پاره راوړل کېدل.
هوتک وایي د میدان وردګو ولایتي شورا او د دغه ولایت اوسېدونکی د وسله والو دغه ګام په کلکو ټکو غندي او وایي، چې له دې سره دوښمن غواړي، چې د ولسونو او مذهبونو ترمنځ واټن پيدا کړي.
شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم د میدان وردګو ولایت په تنګي سیمه کې د سوبیانو په نوم مشهور زیارت وسله والو طالبانو سوځولی و.
د (اګست په ۲۴مه) د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا په څرخ ولسوالۍ کې د شاه خلوتي مشهور زیارت په بمونو والوځول شوی و.
د شاه خلوتي زیارت ۵۰۰ کلن تاریخ درلود.
که څه هم د اسلامي دولت غړو، چې تر اوسه یې په عرب مېشتو ځایونو کې ډېر تاریخي ځایونه او زیارتونوه الوزولي دي، خو د دې دواړو پېښو د مسولیت په اړه رسنیو ته تر اوسه نه دوی او نه هم کومې بلې ډلې څه دي ویلي دي.
که څه هم چارواکي او کارپوهان د زیارتونو او تاریخي ځایونو سوځول او الوځول د داعش ډلې کار بولي، خو تر دې دمه د دې پېښې د مسولیت په اړه کومې وسله والې ډلې له رسنیو سره خبرې نه دي کړي.





