ولسمشر محمد اشرف غني د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين سره د شانګهای په ۱۵ مه ناسته کې ويلي، افغان حکومت له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا له پاره د منځ مهالو او اوږد مهالو هوکړه لیکونو د لاس لیک غوښتونکي دی.
محمد اشرف غني د افغانستان، روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو اهمیت ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان لس سلنه سوداګري له دغه تګ لوري څخه ترسره کېږي.
همدارنګه ولسمشر زیاته کړې، چې افغانان غواړي روسي پانګوال په افغانستان کې ځانونه مصوون احساس کړي او "موږ حاضریو چې په دې برخه کې لازم اقدامات هم ترسره کړو."
د روسيې ولسمشر ولايمير پوتين ويلي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ په اړیکو کې ښه والی راغلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاته شوې ده او باید چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه متوازنه شي.
غني په دې کتنه کې وویل، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره لاره هواره شوې ده او هیله لرو چې په دې اړه شرایط لا نور هم ښه شي.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تروریزم په اړه جمهور رییس پوتين وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې صمیمانه دي او د تروریزم او نشه یي توکو د ګواښونو په برخه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ ګډ درک موجود دی.
جمهور رئیس غني د سیمه ییزې اجماع پر اړتیا باندې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې افغانستان، روسیه، هند او چین دې له تروریزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې له یو بل سره همکاري وکړي.
محمد اشرف غني د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د اصلي غړیتوب غوښتونکی شو او په دې اړه یې د روسیې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
پوتین د سروبي د برېښنا د بند د پراختیا، د بدخشان په ولایت کې د عمراني پروژو، د اوسپنې پټلۍ او سړک جوړونې په برخو کې د همکاریو له پاره د خپل هېواد چمتوالی څرګند کړ.
نوموړی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونو د لا پیاوړتیا لپاره د یوې بین الحکومتي کمېټې د جوړېدو غوښتونکی شو.
د روسیې ولسمشر وویل، چې افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه زیاتوي او د ترانسپورت او انتقالاتو په برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي او یو شمېر باروړونکي موټر په وړیا ډول د افغانستان په واک کې ورکوي.
په دغه کتنه کې غني له تروریزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په لاره کې د روسیې د مرستې غوښتنه وکړه.
ده همدا راز وویل چې دغه هېواد کولای شي د افغانستان له امنیتي او دفاعي، په ځانګړي ډول له هوايي قوا سره مرسته وکړي.
ولسمشر اشرف غني همدا راز د هېواد په شمال کې د نا امنیو د لاملونو په اړه و ویل، چې بېلابېلې تروریستي ډلې غواړي په افغانستان کې نفوذ وکړي او د سیمې د هېوادونو امنیت له خطر سره مخامخ کړي.





