"د مجاهدینو غوښتنې و منئ، زموږ ژوند په خطر کې دی. زموږ وینې زموږ په ورغوو کې دي؛ له تاسو هیله کوو، چې زموږ له ژوند سره لوبې مه کوئ. زموږ خلاصون مجاهدینو د اولادونو او مېرمنو ازادۍ پورې تړلې دي".
دغه د محمد یوسف غوښتنې دي، چې دوی په یو پيته کې ثبت کړي دي.
محمد یوسف د ۳۱ تښتول شویو کسانو له ډلې شمېرل کيږي، چې اوس هم په ۱۰ کسیزه ډله کې د وسله والو تر ولکې لاندې له مرګ سره ډغرې وهي.
یوسف او ۳۰ تنه نور د تېر کال کب میاشتې په ۴ مه نېټه د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له خوا و تښتول شول.
د تښتول شویو کسانو د برخلیک په اړه د حکومت بې غورۍ په اړه مدني فعالانو او د تښتول شویو کورنیو د دوی د خلاصون له پاره تحصن وکړ.
له ۷۶ ورځو وروسته د تښتول شویو کسانو له ډلې نه ۱۹ تنه یې د ازبک ټبرو بندیانو سره په تبادله کې خلاص شول او حکومت د پاتې کسانو په خلاصون کې تر اوسه بریال شوی نه دی.
ویل کیږي، چې د ۳۱ تښتول شویو کسانو له ډلې نه یو تن یې په طبیعي مرګ او بل تن یې د تښتوونکو له خوا وژل شوی دی.
دغه پيته، چې سلام وطندار لاس ته ورغلی دی د ۸ تنو نارینه وو او ۲ تنو مېرمنو غږونه په کې ثبت شوي دي.
دغه تښتول شوي کسان له حکومت نه غواړي، چې د تښتونکو غوښتنو ته ځواب ووايي او د دوی ژوند دې وژغوري؛ کنه وبه وژل شي.
په دغه کسټ کې دغه تښتول شوي کسان وايي، چې نور نو د شکنجې توان نه لري.
په دغه کسټ کې یو بل تن د محمد رضا په نوم وايي، چې "زموږ ژوند د حکومت رهبرانو پرېکړې پورې تړلی دی او وايي، چې زارۍ، ژړا او دوعا ګټه نه کوي، یواځې زموږ ژوند د دولت مشرانو پرېکړو پورې تړلی دی".
حکومتي چارواکي، د کورنیو چارو او ملي امنیت ویاندویان په دې اړه د سلام وطندار سره خبرو ته حاضر نه شول.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت د ۱۹ خوشې شویو مسافرو ته د رسنیو سره د مرکې کولو نه منع کړي وو.
د ولسي جرګې یو شمېر استازي وايي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د تښتولو مسلې ته جدي پام نه کوي، نو له همدې امله په دې وروستیو کې د تښتولو پېښې زیاتې شوي دي.
په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد علي علي زاده وویل، چې حکومت د پاتې تښتول شویو کسانو د خلاصون له پاره جدي اقدام وکړي.
پلار مې څه وخت راځي؟
د تښتول شویو کسانو کورنۍ او خواخوږي له ۸ میاشتو راهیسې د تحصن په خیمو کې په دې تمه دي، چې خواخوږي به یې کله راځي.
دوی په دې باور دي، چې حکومت پاتې کسان وېر کړي دي.
د دغو لسو کسانو په ډله کې د محمد مبین زوی هم تښتول شوی دی.
نوموړی پر حکومت نیوکه کوی او وايي، چې "کوم حکومت؟ د څه شي حکومت؟ دی ته حکومت نه شو ویلای؛ د بېوزلو غوښتو ته ځواب نه شي ویلی".
بي بي قمر بله مېرمن ده، چې زوی یې د تښتوونکو سره دی او وايي، "۹ میاشتې کیږي، چې زوریږي. واړه مې رانه سهار او ماښام پوښتنه کوي، پلار مو څه وخت راځي".
مېرمن قمر وايي، چې که د تښتول شویو کسانو په ډله کې د حکومت مشرانو اولادونه موجود وی، دغه یرغمل شویو کسانو برخلیک به تر ۹ میاشتو پورې نه غځېده.
د دوی پر خبره، د حکومت مشران له دې هم نه دي، خبر چې پاتې کسان ژوندي دي او کنه.
ویل کیږي، چې د ۳۱ کسانو له تښتولو وروسته وسله والو طالبانو او نورو ترهګریزو ډولو ځېنې کسان د غزني جاغوري غځېدلې لارې په اوږدو کې وتښتول او یو شمېر یې لا هم نه دي خوشې شوي.
د زابل او غزني تښتول شویو کسانو مسله په دې وروستیو کې د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو او د زابل خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو ترمنځ د شخړې لامل شو.
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې وروستیو کې یو پلاوی ولیږه، تر څو دغه ستونزې حل کړي.
دغه پلاوي د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو سره ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به عملیات پیل کړي او پاتې کسان به د تښتونکو له منګلو خلاص کړي.





