فاريابي اوسېدونکي د حکومتي باج او طالباني ژرندې د پلونو په منځ کې

د فاریاب ولایت اوسېدونکي وايي، چې  د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان یې هره ورځ وهي او ترې غواړي، چې د خوراکي توکیو ترڅنګ د ټولې پوستې مصرف ورکړي.

دغه اوسېدونکي وايي، د دوو قوتونو په منځ کې ګير شوي، چې له یوې خوا ترې د پولیسو قومندان باج غواړي او له بلې خوا طالبانو اخطار ورکړی، که یې له پولیسو سره لږه مرسته هم وکړه، نو وبه یې وژني.

 

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د ثور، قرايي او دینتاش کلیو اوسېدونکي وايي، د سخي په نامه یو کس چې د (سخي حکومت) په نامه مشهور دی، د دغو کلیو د سیمه ییزو پولیسو د پوستو لپاره قومندان ټاکل شوی.

سخي په زوره له خلکو باج غواړي، خو که خلک ده ته بیا د باج له ورکولو ډډه وکړي، نو د وهلو او ټکلو له برخلیک سره مخ کېږي.

 

د فاریاب د ولایتي شورا غړی محمد نادر سعیدي د دغو شکایتونو د تائید تر څنګ وايي، چې دوی څو ځلې د سیمه یيزو پولیسو د قومندان د شکایتونو په اړه له امنیتي ارګانونو، حکومتي چارواکیو او په افغانستان کې د ملګري ملتونو له سازمان سره د خلکو ستونزې شریکې کړي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی موندلی.

سعیدي زیاتوي، د ولس د ستونزو په اړه د حکومت بې پروايي به له حکومته د خلکو نفرت لا زیات کړي.

 

قومندان سخي د ټېلفون له لارې سلام وطندار ته وویل، چې د لوړ پوړو مقامونو د فرمان پر اساس ګومارل شوی دی.

 

سخي زیاتوي چې له ډوډۍ، د سون لرګيو او څښلو اوبو پرته یې له چا څه نه دي غوښتي.

د سيمه ییزو پوليسو دغه قومندان وايي، چې که د خلکو زورنې او باج اخیستل يې د مسوولانو له لوري تایید شي، نو دی به له خپلې دندې استعفا وکړي.

خو په وینا یې، که چېرې له دې ځایه لاړ شي، نو طالبان به ډېر ژر دغه سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوړي.

 

یاد قومندان په ټینګار سره وايي، چې ځايي اوسېدونکي هم طالبانو ته په کور کې ځای ورکوي او هم ترې شکایت کوي.

 

د فاریاب ولایت د سرپرست والي ویاند احمد جاوېد بېدار وايي، چې په دې اړه سیمې ته د ولایتي ادارې له خوا یو هیئت لېږل شوی، دده په وينا که چېرې دغه شکایتونه تائید شي، نو له عاملانو سره به یې قانوني چلند وشي.

د دغو سیمو د اوسېدونکو په خبره، پخوا له دې په دینتاش کلي کې شاوخوا ۳۵۰ کورنیو ژوند کاوه، خو د ناامنیو او د امنیتي مسولینو د دغه ډول کړنو له امله اوس په دغه کلي کې یوازې ۵۰ کورنۍ پاتې دي.

 

د فاریاب ولایت دغه اوسېدونکي له حکومته غواړي، چې باید په جدي توګه د قومندانانو له خوا د دغه ډول عملونو مخه ونيسي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام