.jpg)
د فاریاب ولایتي شورا غړي فضلالحق محمدي وايي، امنیتي ځواکونو د میمنې ـ فاریاب لویېلارې ۲۵ تر ۳۰ کیلومتره برخه طالبانو ته خوشې کړې ده.
نوموړي پهدې اړه سلاموطندار ته وویل، د دې لارې بېرته پرانستلو لهپاره د امنیتي ځواکونو ایثار ۵ پیل شوي عملیات هم ناکام وو.
په همدېحال کې د فاریاب خواجهسبزپوش ولسوالۍ اوسیدونکي جانمحمد او جمالالدین وايي، امنیتي ځواکونو د دې لارې له اوږدو نه خپلې پوستې ټولې او تجهیزات یې د ولسوالۍ په مرکز کې ځای پرځای کړيدي.
دوی وايي، د دې لارې امنیتي وضعیت سم نهدی او وسلهوال طالبان چې هروخت وغواړي، د لارې په اوږدو کې سړک ته راوځي او تالاشي کوي.
.jpg)
خو په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قولاردو ویاند محمدحنیف رضايي د یادو ادعاوو ردولو ترڅنګ د فاریاب ولایتيشورا غړي د خلکو ذهنونو په ګډوډولو تورنوي.
د رضايي په وینا، د ملياردو ځواکونو هېڅکله خپلې پوستې نهدي خوشې کړي او د تل د طالبانو پروړاندې جګړه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د میمنې ـ مزار لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو حضور ډېر شوی، خو سره له دې چې امنیتي ځواکونو د یادې لارې پرانستلو په موخه عملیات هم کړي، خو د نامالومو دلایلو له امله تراوسه دا لار له طالبانو نهده پاکه شوې.





