
یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته ویلي دي، چې ولسمشر اشرف غني د هلمند والي تورنجنرال میرزاخان رحیمي ته ویلي دي، چې له دندې دې استعفا وکړي.
له دې مخکې هم د هلمند والي د ولایتي ادارې ځېنو رییسانو ته ویلي وو، چې په دې ولایت کې ځېنې کړیو هڅه کوله چې دی په یو نه یو ډول له دندې لرې کړي.
د سلام وطندار خبریال په سیمه کې څو ځلې د هلمند والي سره د ده، د استعفا په اړه اړیکه ونیوله.
ښاغلي میرزاخان رحیمي د خپلې استعفا په اړه د هو او نه خبره نه ده کړې، یوازې ورته ویلي دي، چې په دې اړه به وروسته خبرې وکړي.
رحيمي شاوخوا اته میاشتې مخکې دې ولایت د والي په توګه ور وپېژندل شو.
نوموړي له دې مخکې د غزني او کابل ولایتونو د ملي امنیت د رییس په توګه دندې تر سره کړې وې.
هلمند ته د تورنجنرال میرزاخان رحیمي په ورتګ سره خلک هیله من شول، چې د دغه ولایت امنیتي حالت به کابو کړي؛ خو د ده د ماموریت په وخت کې نه یوازې د هلمند شمالي ولسوالۍ بلکې سویلي ولسوالۍ هم وسله والو طالبانو ونیولې.
موسی کلا، سنګین، نوزاد، کجکي، مارجه، خانشین، دېشو او لښکرګاه ښار څلورمه حوزه د وسله والو طالبانو له جدي ګواښ سره مخ شوه؛ ځېنې سیمې او ولسوالیۍ د طالبانو لاسته ورغلې.
دغه امنیتي حالت د خلکو اندېښنې زیاتې کړې او له زیاتو سیمو خلک کډه شول.
د هلمند والي په داسې حال کې استعفا ورکوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د حکومت د ځېنو لوړوپوړو چارواکو د استعفا خبرونه خپاره شول.
له دې ډلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني رییس محمد یوسف نورستاني او د کانونو او پټرولیم وزیر داودشاه صبا هم خپلې استعفاوې ورکړې.
له بل لوري د نا تایید شویو راپور له مخې د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ، د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان او ځېنو نور ټېټ پوړي امنیتي کسان هم ښايي، چې په دې ولایت کې د وروستیو ناامنیو د زیاتوالي له امله له دندو لرې کړای شي.
دغه راپورنه وايي، چې مرکزي حکومت په هلمند کې د ناامنیو د زیاتېدو له کبله په دوی فشار راوړی چې له خپلو دندو استعفا ورکړي.





