«د سولې ولسي حرکت ۲۵ غړي لادرکه دي»

د سولې ولسي حرکت غړي وايي، له هغه وروسته چې د دغه حرکت غړي له لښکرګاه نه موسی‌کلا ته پلي تللي، ۲۵ ملګري یې لادرکه شوي دي.

د یاد حرکت د اړیکو مسوول باچا خان مولاداد رسنیو ته ویلي چې هغه ۲۵ غړي یې تراوسه لادرکه دي چې څلور ورځې وړاندې د هلمند موسی‌کلا ولسوالي ته چې د طالبانو په ولکه کې ده، تللي وو.

د نوموړي په وینا، که څه هم د سولې ولسي حرکت غړي طالبانو له ځانه سره بیولي وو او له تېرو څلورو ورځو راهیسې له هغوی سره دي، خو وسله‌والو طالبانو لا هم دغه خبر په رسمي ډول نه‌دی تایید کړی.

د هغه په وینا، د دوی د حرکت مشرتابه او ملګري په دې موخه موسی‌کلا ولسوالي ته لاړل چې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی سولې ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې ولسي حرکت غړي په تېر یوه کال کې د افغانستان ګڼو ولایتونو او سیمو ته تللي او په ټول هېواد کې یې د سولې او اوربند غږونه‌ پورته کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام