
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هېسم وايي، چې افغان حکومت د سولې او ثبات له پاره بېلا بېلې هلې ځلې کړي دي.
هېسم د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د نن (یکشنبې) ورځې په غونډه کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د پاکستان د ژمنې په پوره کولو ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو استازي زیاته کړه، چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي او د دغو فعالیتونو زیاتېدل افغانستان او ټوله سیمه له ګواښ سره مخ کوي.
هېسم وویل، چې نن ورځ له ترهګرۍ سره د مبارزې فرصت دی او له دې پدیدې سره د مبارزې له پاره سیمه ییزه همکاري اغیزناکه ده.
نوموړي د سیمې له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره سره یو شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په دې غونډه کې په سیمه او افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو له زیاتېدو اندېښنه وښودله او افغانستان یې د ترهګرۍ قرباني وبللو.
ښاغلي کرزي د اسیا زړه نن ورځې غونډه له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره ښه فرصت وبللو.
نوموړي وویل، ټاکل شوې ده، چې په دې غونډه کې د سیمه ییزو هېوادونو په همکارۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره پالیسي جوړه شي.
ټاکل شوې ده، چې د اسیا زړه راتلونکې غونډه د روان میلادي کال په نیمايي کې په هند کې جوړه شي.
افغانستان، پاکستان، اذربایجان، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، عربستان سعودي، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان او عربي متحده امارات د دې ډلې غړي دي.
د دې غونډې بنسټ په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان پر وړاندیز اېښودل شوی او دغه غونډه هر کال د غړیو هېوادونو څخه په یو هېواد کې جوړېږي.





