نیکلسن: د لېرو امنیتي کمربندونو درنې وسلې د طالبانو لاس ته ورځي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن په بروکسل کې یو خبري غونډې کې طالبانو د درنو وسلو په ځانګړي ډول د هاموې ټانکونو په لاس ورتللو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، ډېرې درنې وسلې چې د طالبانو لاس ته ورځي؛ د پولیسو له لېرویو تالاشیو او کمربندونو څخه دي.

دی زیاتوي، د افغان امنیتي ځواکونو د تهاجمي ځواک او پياوړتیا له‌پاره له دې ځواکونو ته د پوځي مشورو په ورکولو سره مرسته کوي او دوښمن ته د درنو وسلو د په لاس ورتللو په برخه کې د مخنیوي په پار افغان ځواکونو تشویقوي چې امنیتي تالاشۍ کمې کړي، ځکه چې دا تالاشۍ د هېواد په لېرو سیمو کې دي او له هغو دفاع سخت دی، په همدې دلیل طالبان هغه په خپل کنټرول کې راولي او وسلې یې له ځانه سره وړي.

هغه د خپلو خبرو په یوې برخې کې له طالبانو سره د حکومت د سولې په اړه وویل، د ولسمشر غني د سولې د وړاندیز شوې بستې په اړه د نړۍ عمومي ملاتړۍ او همدرانګه د جنوبي اسیا له‌پاره د امریکا نوې سټراټيژي دا هیله پیدا کوي چې حکومت او طالبان ډېر ژر د سولې خبرې اترې پيلوي.

ښاغلي نیکلسن په‌دې غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو تهاجمي بریدونه وستایل. ده د بېلګې په ډول د طالبانو له لوري د کورنیو چارو وزات پر ودانۍ برید یاد کړ چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په ډېر کم وخت او کمو تلفاتو سره مهار شو.

د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي ګدون کړی دی.

ولسمشر غني د پنچ شنبې په ورخ ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت وکړ چې د روژې له ۲۷مې د اختر تر ۵مې نېټې د افغان وسله‌والو طالبانو پر وړاندې خپل ټول یرغلیز عملیات ودروي؛ خو په ورته وخت کې یې وویل چې د القاعده، داعش او نورو نړۍ‌والو ترهګریزو ډلو پر وړاندې دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې نن وسله‌والو طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اختر په درېیوو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام