.jpg)
د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالله خان سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د پنځم بلاک په سیمه کې په یو کور کې یو موټر بم چمتو کاوه، چې چاودنه یې پرې کړې ده.
عبدالله خان وايي، چې وسله والو طالبانو غوښتل، دغه موټر بم د جګړې په لومړۍ کرښه کې په امنیتي ځواکونو والوزوي، خو موخې ته له رسېدو مخکې په دوی وچاودېده او په دې چاودنه کې ۲۰ تنه طالبان وژل شوي دي او ۱۵تنه نور په کې ټپیان شوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې دغه پېښه پرون ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.
خو په ورته وخت کې د دې ولایت یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په یاد سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې له خوا برید شوی دی.
.jpg)
دی وايي، په برید کې هغه کور په نښه شوی و، چې د وسله والو طالبانو په کې ماینونه او نور چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای کړي وو.
د سرچینې په خبره، په دې برید کې کور په پوره ډول له منځه تللی او شاوخوا ۵ تنه طالب وسله وال هم په کې وژل شوي دي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې په هلمند کې د بې پیلوټو الوتکو بریدونه تازه دمي شروع شوي دي.





