کرزی: امریکا دې موږ مقابل کې درېدو ته نه مجبوروي

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د "افغان غمېزې ماهیت او لرلید" په غونډه کې وویل، "امریکا باید د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او افغان ولس دې دېته نه اړکوي، چې د امریکا مقابلې ته را ودانګي."

کرزی وايي، نن افغان ولس د امریکا لاسوهنو په وړاندې غبرګون نه ښيي، دا په دې معنا ده، چې ولس اوسنی روان حالت نه پوهاوی لري او دې ولس خپله خاوره د وینو په نظرانې ساتلې ده.

حامد کرزي وویل، چې افغانان د جګړې په ډګر کې تل بریالي وو، خو د سیاسي میدان یې بایللی دی.

پخوانی افغان ولسمشر وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان د پاکستان تر اغیز لاندې راځي.

او په افغانستان کې موجوده ستونزو اړخ بهرنی دی او د دغو ستونزو د حل زیاته برخه له امریکا او پاکستان سره ده.

کرزی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره په لیدنه کې وویل، د ملي یووالي حکومت ۵ کلن دی.

زیات شمېر شنونکو د جان کېري دغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنه یاده کړه.

همدا ډول پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې له مخې باید لویه جرګه راوبلي.

کرزی د اوسني نظام یو له جدي مخالفو څېرو بلل کيږي، چې تل يې د نورو سیاسي څېرو په واسطه خپل دریځ د ملي وحدت حکومت مشرانو ته رسولی دی.

او اوس يې په ښکاره دا څرګنده کړه، چې هغه د دغه نظام د دوام جدي مخالف دی او د اساسي قانون خلاف يې بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام