شنونکي: د امنیتي مسوولینو مدیریتي کمزوري کندوز د سقوط له ګواښ سره مخ کړ

یو شمیر پوځي شنونکي باوري دي، چې د امنیتي مسوولینو ناسم مدیریت له امله د کندوز ښار ځینې برخې طالبانو ونیولې.

د پوځي چارو شنونکي عمر عیار سلام وطندار ته وویل، طالبانو ددې له پاره، چې په بروکسل کنفرانس کې افغان حکومت د امنیت په ټینګښت کې نړیوالې ټولنې ته ناکام وښيي پر کندوز برید وکړ.

د عیار پروینا، په کندوز کې کافي دولتي سرتیري شته او ددې له پاره چې په سمه توګه مدیریت نه دی شوی د کندوز ښار ځینې برخې طالبانو نیولې و.:

په همدې حال کې د پوځي چارو بل شنونکی مرزا محمد یارمند  وايي، چې کندوز ښار ته د امنیتي مسوولینو لږ پام او  د دغه ولایت ولسوالیو ته د هغوی زیاته پاملرنه ددې فاجعې سبب شوی دی.

یارمند زیاته کړه، که حکومت غواړي چې طالبان له منځه یوسي لومړی باید د کندوز خلکو په منځ کې د طالبانو ریښې له منځه یوسي.

دغه راز، د پوځي چارو شنونکي عتیق الله امرخیل سلام وطندارته وویل، چې د طالبانو له تحرکاتو د امنیتي ځواکونو نا خبريو ددې ډلې پیاوړتیا د کندوز ښار ځینو برخو سقوط سبب شوی دی.

خو په ورته وخت کې امنیتي بنسټونو وايي، چې طالبانو له ښاره کورونو کې پت شوي او له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ کیدو توان نه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې ورځ خبري غونډې ته وویل، چې د کندوز ښار پاکولو له پاره د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي او تراوسه پورې يې لومړۍ، دویمه او درېیمه ناحیه له مخالفینو پاکه کړې ده.

له دې ټولو سره سره، د سیاسي ګوندونو خونې، ټولنیزو او مدني بنسټونو نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې طالبانو په بروکسل غونډه کې د حکومت کمزوري ښودلو په موخه پر کندوز برید کړی او امنیتي ځواکونو هم پر خپل ټول توان له کندوزه دفاع کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام