
د افغانستان لوی درستیز قدمشاه شهیم وايي، افغان ځواکونو توانېدلي، چې په تېر یوه کال کې ۱۹۵۵ داعشي وسلهوال و وژني.
د هغه پر خبره، افغان ځواکونه پهدې موده کې د هیواد څو ولایتونه د داعش له موجودیته پاک کړي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان د شنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وسلهوال طالبان د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د مور په توګه یاد کړل.
دغو لوړ پوړو افغان امنیتي چارواکو خبر داری ورکړ، که هر هېواد د ترهګرو ملاتړ کوي او پټنځایونه ورکوي، نو په خپله به هم د ترهګرۍ قرباني شي.

شهیم زیاته کړه، افغان ځواکونو خپلو پراخو عملیاتو په پایله کې فراه، هلمند او زابل ولایتونه د داعش ډلې له موجودیته پاک کړي دي.
ده وویل، چې اوسمهال داعش وسلهوال یواځې د ننګرهار په درېیو غرنیو ولسوالیو کې ډير کم فعالیت لري.
هغه زیاته کړه، چې په لهمنځه وړل شویو داعشیانو کې۴ د تاجکستان، ۱۱ د ازبکستان، ۷ د چیچنيا، ۸ تنه عرب او ۴ چینایان شامل و.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالرحمان رحمان هم پهدې خبري غونډه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او ترهګرې ډلې یې سختې ځپلي دي.
د افغان امنیتي چارواکو په باور په افغانستان کې د داعش وسلهوالې ډلې د یو شمېر مشرانو وژنه د دغې ډلې د کمزوري کېدو اصلي لامل دی او دا مهال افغان امنیتي ځواکونه د ترهګرو د ځپلو پوره وړتیا لري.





