د افغانستان د ختيځ نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوال رحمت الله سلام وطندار ته په ټلیفون وویل، چې وسله والو مخالفینو د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ باندې برید کړی دی.
د ولسوال په خبره، جګړه له نن سهار راهیسې پیل شوې ده او لا هم روانه ده.
رحمت الله، چې وویل په سیمه کې جکړه هره شېبه زور اخلي، خو افغان ځواکونه له وسله والو مخالفینو سره پوره مقاومت کوی.
نوموړي وویل، چې د وسله والو زیاته برخه بهرني جنګیالي دي، چې په بېلابېلو وسلو سمبال دي.
په سیمه کې مېشت قومي مخور او د نورستان د ولایتې شورا پخواني رییس قاضی عنایت الله مذهبیاز سلام وطندار ته وویل، چې د دوی د اټکل له مخې ښایې د وسله والو جنګیالو د ۸۰۰ په شاوخوا کې وي.
د ده په وینا، د دغې جکړې مشري د نورستان لپاره د وسلوالو د نومول شوي والي مولوي حشمت الله پر غاړه ده.
په سیمه کی د چټک غبرګون قطعې قومندان الله داد سلام وطندار ته وویل، چې ګډو ځواکونو کلک مقاومت کړی، د دوی د معلوماتو له مخې تر اوسه ۵ وسلوال وژل شوي دي.
وسلوالو تر اوسه د دغې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده، چې وخت ناوخت د وانټ وایګل ولسوالۍ تر څنګ د نورستان پر 'کامدیش' او 'برګېمټال' ولسوالیو هم د وسله والو له خوا ورته بریدونه کېږي، خو په کمه موده کې بېرته د امنیتي ځواکونو ولکې ته لوېږي.
د نورستان د ولایت پولیس وايي طالبانو دغه ولسوالي چې له ډېورینډ سره نېژدې پرته نیولې ده، چې اکثره وخت پرې د پاکستاني وسله والو له خوا بریدونه کېږي.





