افغان ولسمشر غني وايي، چې افغانستان تر دې دمه د بشپړې کابینې د نه لرلو تر څنګ له اقتصادي رکود سره مخ و او له همدې وجه يې د پالیسيو په برخه کې د اساسي اصلاحاتو په راوستلو کې پاتې راغلی و.
د هغه په خبره، د کابینې په بشپړېدا سره به له سره د هېواد اقتصادي څرخ په بنسټیزه توګه په خوځښت راولي.
ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د (اپریل په ۱۸مه) په ارګ کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره وکړې.
افغان ولسمشر، د هېواد سوداګرو ته د تشویق تر څنګ د پانګې اچونې په برخه کې بېلابېل وړاندیزونه وکړل.
غني پر پانګوالو غږ وکړ:"هر افغان پانګوال چې له ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي؛ له ماسره کتلای شي. که له ۲۰۰ میلیونو نه زیاته پانګونه وکړي؛ په کوټي باغچه کې به میلمه وي."
ولسمشر پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې هیڅوک د افغان پانګوالو د پانګونې مخه نه شي نیولی او زیاته یې کړه چې نوموړي به په خپله د پروژو مدیریت وکړي.
ولسمشر غني سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د سوداګرۍ، قراردادونو او صنعت په برخه کې پرتې ستونزې به حل کړې.
د ولسمشر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال افغان سوداګرو ته د راغلي پلاوي د ژمنو په اړه وویل، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر خان او ورسره پلاوي ویلي وو، د واګه بندر ستونزه هواره شوې دي او اوس افغان سوداګر کولی شي؛ تر واګه بندر پورې خپل سوداګریز توکي یوسي.
له دې مخکې د افغان سوداګرو لاریو د دې اجازه نه لرله، چې له پېښور نه مخکې لاړ شي. اوس کولی شي، چې واګه ته سوداګریز توکي یوسي او له هغه ځایه سوداګریز توکي افغانستان ته راوړي.
زاخیلوال وايي، د غه پلاوې ژمنه کړې ده، چې تر درېيو کلونو پورې به تر تورخم بندر پورې د ريل پټلۍ وغځول شي .





