د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وايي، چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو ۱۰میاشتې تېریږي، خو په اوسنیو حالاتو کې هیڅ ډول اجرات او د خلکو غوښتنوته ځواب نه دی ویل شوی.
ابراهیمي نن د (سپټامبر په ۱۴مه) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پر ولسمشر او اجرایوي رییس غږ وکړ، " که داوړتیا په ځان کې نه وینئ " چې اوسني حالات کنټرول کړي، نو له ولسي جر ګې سره دا موضوع شریکه کړي.
نوموړي وویل، که حکومت وغواړي، نو دوی به دغې قانوني مرجع څخه له قومي او حکومتي مشرانو سره یوه غونډه راوبولي او په امنیتي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د خلکو ستونزې حل کړي.
دغه راز، په نننۍ غونډه کې یوشمېر وکیلانو په هېواد کې پرامنیتي، سیاسي، اقتصادي حالاتو اندېښنه ښوده او زیاته یې کړه، چې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
ولسي جرګه او پر نوې کابینې د فساد تور
په نننۍ غونډه کې د دې جرګې د مشر له څرګندونو ور هاخوا استازو د ملي یووالي حکومت پرمشرانو نیوکه وکړه و، چې وزیران یې سر له اوسه په فساد کې ښکېل دي.
دوی زیاتوي، چې یو شمېر نويو وزیرانو چارې رڼې نه دي او له قانونې واکوني صلاحیتونو پورته کارونه کوي.
د ولسي جرګې غړی منور شاه بهادري وايي، چې هر وزیر په اړونده وزارت کې د خپلې خوښې کارکوونکي د پخوانیو مامورینو پرځای ګوماري، چې اوسمهال په دولتي ادارو کې ګومارنو قومي سمتي بڼه غوره کړې ده.
بهادري زیاته کړه، چې په وزارتونو کې د تړونونو د ارزونې په نوم یو شمېر وزېران پيسې اخلي.
په همدې اړه د و لسي جرګې غړي چمن شاه اعتمادي وویل، له یوې اونۍ راهیسې کابل کې ځوانانو د وزګار تیا له امله سوله ییز لاریونونو کوي.
اعتمادي اندېښنه څرګنده کړه، که دې ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه شي؛ جنایي پېښې به زیاتې او ډیر ځوانان به له وسله والو ډلو سره یوځای شي.
د غزني زندان ماتېدل د اندېښنې وړ دي
له بل لوري د جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې و کېلانو د غزني پر زندان د تېرې شپې شوي برید په اړه ځايي امنيتي چارواکو سختې نیوکې وکړې او ګرم یې و بلل.
د غزني ولایت استازو وویل، چې کشفي ارګانونو له پېښې وړاندې معلومات اړونده بنسټونوته ورکړي وو،خو دوی په دنده کې بې غوري کړې ده.
دغه شمېر وکېلانو د کورنیو چارو وزارت مسولین ګرم و بلل.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د غزني د پېښې په تړاو به د کورنیو چارو وزیر دې استجواب شي.
په جرګه کې د غزني استازی عارف رحماني د غزني پرامنیه قوماندان نیوکه وکړه او زیاه کړه، چې د پېښې په مخنیوي کې پاتې راغلی.
نوموړي وايي، د دغه ولایت د امنیې قومندان د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
رحمانی همدا ډول وویل، چې په غزني ولایت کې په تېره یوه میاش کې ۷۰ تنه پولیس وژل شوي دي.
د جرګې استازي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د تېرې یک شنبې په شپه د غزني پرزندان د وسله والو د برید په پایله کې ۳۵۲ تنه طالب پلوه بندیان وتښتېدل.
پر زندان د برید له امله ۴ سرتېري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د غزني د والي مرستیال رسنیو ته ویلي، چې په برید کې ۳ برید ګرهم وژل شوي دي.





