د فراه امنیې قوماندانۍ ویاند محبالله محب سلام وطندار ته وویل چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت د کلای کاه ولسوالۍ له لارې ۵ پولیس له موټره ښکته کړيدي.
د ده په خبره، دا پنځه سرتېري له معاشونو اخېستلو وروسته د ښار له لوري د ولسوالۍ په طرف را روان وو چې د طالبانو له کمین سره مخ شوي او هغوی له ځان سره وړي دي.
د فراه امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې طالبانو دا سرتېري خاکسفید ولسوالۍ ته له ځان سره بېولي دي.
په ورته وخت کې د دې ولایت د ولایتي شوره یوه غړې جمیله امیني بیا وايي چې طالبانو له دې سرتېرو یو هغه وژلی هم دی.
طالبانو تر دامهال په دې اړه څه نهدي ویلي.





