
د بادغیس ځايي چارواکي وايي، چې دا پېښه د دې ولایت مرکز کلاینو ښار اړوند د لامان کلي په عبدول سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند وايي، چې وژل شوې ناوې "ماه جان" نومېدله؛ له کوره د تېښتې او له یو هلک سره د نامشروع اړیکې په تور یې ورور وژلې ده.
وژل شوې پېغله ۱۸ کاله عمر درلوده.
د بهاند په خبره، لومړنۍ څېړنۍ ښيي، وژل شوي "ماهجانې" له دې مخکې له هلک سره اړیکه لرله او نن ورځ وروسته له دې چې له دغه هلک سره یې نکاح کوله، د ورور له لوري ووژل شوه.
د بادغیس د والي ویاند وايي، تورن کس د پېښې له سیمې تښتېدلی او د نیولو لهپاره یې پولیسو پلټنې پیل کړي دي.





