لغمان؛ هوايي بريدونو کې ۶۲ طالبان وژل شوي

د لغمان ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د هوایي عملیاتو په پايله کې ۶۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ د بادپښ ولسوالۍ د تور اغا ډاګ په سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوه مرکز هوایي برید وکړ چې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان جمعه خان په ګډون په‌کې ۳۵ طالبان ووژل شول.

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د یکشنبې په شپه د الیشنګ ولسوالۍ په جیبون سیمه کې وسله‌والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوسته ډله‌ییز برید وکړ چې بريد د افغان ځواکونو له لوری پر شا وتمبول شو.

د اعلاميې له مخې په دې نښته کې پر طالبانو هوايي بريدونه هم شوي چې په پايله کې يې ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور سخت ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام