د کابل ښار په منډيي کې شاوخوا ۲۰۰ دوکانونه وسوځېدل

د وروستيو راپورونو له مخې د پلازمينې کابل ښار په منډيي سيمه کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا۲۰۰ دوکانونو ته زیان رسېدلی دی.

نن شنبه (ډسمبر۵مه) د کابل ښار منډيي سيمې په زرداد سرای کې، چې په هغه کې زیات د بوټانو مغازې دي اور ولګېد.

د دغو مغازو ځينو دوکاندارانو سلام وطندار ته وویل، چې په دغه اور لګېدنه کې د دوی د هټيو په ګډون په سلګونه زره ډالره پانګه هم سوځېدلې ده.

د زرداد سرای یو تن هټيوال الله محمد میرزايي وايي، چې په دغه اور لګېدنه کې يوازې د ده ۷ ګدامونه او ۲ دوکانونه سوځېدلي دي.

د هغه په خبره يوازې دی و کولی شو، چې د خپل دوکان کتابچه وباسي او بس.

خو د کابل امنيه قومندان جنرال عبدالرحمان رحيمي رسنيو ته وویل، چې په دغه اور لګېدنه کې یوازې ۸۰ مغازې سوځېدلي او اور لګېدنه هم د برق د شارټي له امله رامنځ ته شوې وه.

هغه وايي، په حاجي زرداد سرای کې، چې د څپليو، بوټانو، سپنجي توکو په ګډون کيمیاوي مواد هم خرڅيږي په کې د اور لګېدنې له کبله لمبې زیاتې شوي او نورو دوکانونو ته يې هم سرایت کړی دی.

د هغه په خبره د زرداد سرای په ګډون د هغه ترڅنګ د حبیب الله په نوم ګدام هم سوځېدلی دی.

د زرداد سرای څوکي دار محمد اسحاق هم وايي، چې د برق د شارټي له وجې دغه اور لګېدنه رامنځ ته شوې.

د ویلو ده، چې دا څوم ځل دی، چې د پلازمينې کابل ښار د منډيي بېلابېلې سيمې اور اخلي.

له دې وړاندې د رختو د پلورنځي یو سرای اور اخیستی وو، چې له امله يې هټيوالو ته درانه مالي زيانونه اوښتي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام