بادغیس کې۱۰۰ سرتېري ترکمنستان ته تښتېدلي

د بادغیس د ولایتي شورا ځېنې غړي سلام وطندار ته وايي چې د بالامرغاب ولسوالۍ د موریچاق په سیمه کې د سرحدي پولیسو په پوستو د طالبانو د ډلهيیز برید پایله کې لږ تر لږه ۱۶ پوستې طالبانو نیولي، ۵۰ سرحدي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي او ۱۰۰ تنه نور بیا د ترکمنستان پولې ته تښتېدلي دي.

د بادغیس ولایتي شورا غړی فرید اخیزی وايي چې په ورته وخت کې له دوو ورځو راهیسې طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ په بازار برید کړی او اوس دا ولسوالۍ د یادې ډلې د کسانو تر محاصرې لاندې ده.

د بادغیس د ولایتي شورا بل غړی بهاوالدین قادسي د ترکمنستان پولې ته د ۱۰۰ تنو سرحدي ځواکونو د تېښتې د پخلي ترڅنګ وايي چې د ترکمنستان سرحدي پولیس د دغو ځواکونو د ورپورې‌وتلو مخه نیولې ده.

د ده په خبره، پولیس د ترکمنستان پولې ته تللي او له اغزن سیمه تېر شوي؛ خو له دویم اغزن تاره تېر نه‌دي تېر شوي. دی زیاتوي، څو ځلې یې د سرحدي زون پولیسو سره اړیکه نیولې او هغوی ورته ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې د ترکمنستان سفارت سره خبرې شوي او د پولیسو اسناد طی مراحل شوي چې د ننوتو اجازه ورکول کېږي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي د بالامرغاب ولسوالۍ او موریچاق سیمه کې د جګړې پخلی کوي او وايي چې سرحدي ځواکونو د یو پلان پر اساس ۶ پوستې پرېښي او اوسمهال په یوه امن سیمه کې ځای پرځای دي.

خو د بادغیس والي ویاند د ۵۰ سرحدي پولیسو د تسلیمېدو خبره ردوي.

د بادغیس د والي ویاند زیاتوي، طالبان د استوګنې له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او له همدې امله د امنیتي ځواکونو عملیات په کرار مخ ته روان دي.

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر شېر آقا الکوزی وايي چې ولسوالۍ ته ځمکنی او هوايي ځواک ب استول شوی او وضعیت نظر تېرې ورځې ته ښه شوی‌دی.

په لویدیځ کې د ظفر ۲۰۷ قول‌اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بالامرغاب کې د امنیتي ځواکونو ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې ۵۱ طالبان وژل شوي او لسګونه میله وسله یې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

طالب ډلې هم په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې ۳۰ سرحدي پولیس د بالامرغاب په موریچاق سیمه کې دوی ته تسلیم شوي او او تر ۲۰۰ ډېر نور بیا د ترکمنستان پولې ته تښتېدلي دي.

 

ورته مطالب:

بادغیس کې طالبانو ۲۲ امنیتي ځواکونه وژلي

په بادغیس کې طالبانو د اردو ۳۰ سرتېري وژلي

بادغیس کې د پولیسو پر یوې پوستې هوايي برید شوی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام