کرزی: د ریکا ناسته د سیمې ټولو هیوادونو له پاره ښه فرصت دی

په پلازمېنې کابل کې د ریکا غونډه د ګاونډیو او سیمې هېوادونو، په افغانستان کې د یو شمېر فعالو بنسټونو او سازمانونو په ګډون پېل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حشمت خلیل کرزي د ریکا غونډې د اهمیت او رول په اړه په پېل کې پرانېستې وینا وکړه.

د ریکا دغه غونډه نن د (اګسټ په ۳مه) نېټه په پلازمېنې کې په بهرنیو چارو وزرت کې پېل شوه.

کرزي د خبرو پېل کې وویل، د ریکا ناسته د سیمې ټولو هېوادونو له پاره یو ښه فرصت ګڼل کیږي.

دغه غونډه په دې اړه ده، چې په راتلونکو ۱۰ یا ۱۵ کلونو کې د مرکزي اسیا اقتصاد له سوېلي اسیا سره و نښلوي او سیمه په یو اقتصادي مرکز بدله کړي.

د باندینو چارو وزارت مرستیال د راتلونکو ۱۵ کلونو اقتصادي طرحو په اړه وویل، موږ ټولو په دې اړه اورېدلي وو، چې تر راتلونکو ۱۵ کلونو پورې سوېلي اسیا او مرکزي اسیا به پر نړیوال اقتصادي ارتباطي پله او خوځنده  مهم اقتصادي مرکز وي.

ده همدا ډول وویل، چې بانکوالو او اقتصاد پوهانو وړاندوینه کړې وه، چې دغه سیمه به له اقتصادي پلوه چټک پرمختګ وکړي.

نوموړي وویل، دا چې دغه وړاندوینه پر حقیقت بدله کړو زموږ پر عزم او ارادې پورې اړه لري.

حشمت خلیل کرزي وویل، موږ باید له حقایقو سره مخ شو، هغه سیاسي حساسیتونه چې د سوداګرۍ، د کالیو ترانزیټ او اقتصادي پراختیا مخه نیسي مبارزه ور سره وکړو.

ده، د ریکا لومړنۍ ناستې او د ریکا ۶ ناستې د پرتلنې په اړه وویل، د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله په ډاډ سره ویلی شم په اوسنیو شرایطو کې ریکا او افغانستان د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په مرکز کې واقع دي.

د ریکا ۶ غونډه له اقتصادي او ترانزیټي اړخه د افغانستان له پاره خوا ارزښت لري؛ د افغانستان اقتصادي پراختیا د سیمې اقتصادي تحول لامل کیدی شي.

د باندینو چارو وزارت سیاسي مرستیال په سیمه کې د افغانستان اقتصادي موقیعت او فرصتونو ته په اشارې وویل، هندوستان له موږ سر تل دوست او همکار و او په هېواد کې د ننه د ډېرو پروژو په جوړولو او بیا رغونه کې ونډه درلوده.

ده وویل، چې د ایران چابهار بندر پروژه د بشپړېدو په درشل کې ده او ډېر ژر به له دې لاره د سوداګریزو کالیو واردات او صادرات پېل شي.

کرزي زیاته کړه، چې افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان، اذربایجان او ترکیې ترانزیټي لویه لاره د جوړېدو په درشل کې ده او چین به مدیترانې سره و نښلوي.

خلیل کرزي، د انرژۍ په برخه کې د سیمې هېوادنو د مرستو په اړه وویل، د کاسا یو زر او ټاپي پروژې د انرژۍ په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کوي، ګاونډي هېوادونه دې د پلې کېدو په برخه کې له یو بل سره مرسته وکړي.

د غونډې په دوام کې د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د ریکا غونډې د اهمیت په اړه وویل، په دې وخت کې چې نړیوالې مرستې کمې شوي او له افغانستانه نړیوال ځواکونه د وتلو په حال کې دي، موږ باید زیات ویښ ووسو او د افغانستان د اقتصادي راتلونکي له پاره پروګراومونه طرحه کړو.

نوموړی وايي، زموږ یو شمېر شریکان له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

مراد وړاندې وویل، په نړیوال بازارونو کې د نفت بیو کموالی، په بازارونو کې د پیسو ارزښت را ټیټېدل، د سیمې امنیتي او سیاسي ننګونې د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا لویې ننګونې دي.

مراد په خبرو کې وویلې، د سیمې اقتصادي راتلونکی، د کرنې، سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او د کانونو کیندلو پورې تړل دی.

ده وویل، د اړینوتګلارو په وړاندې کولو سره د سیمې اقتصادي پرمختګ په برخه کې د ریکا غونډې موخې ته رسېدی شو.

د اقتصاد وزیر وویل، د ریکا ناستې په لومړۍ ورځ د زمېنو پېژندلو او اقتصادي امکاناتو  له پاره د پروګرامونو طرح کولو او سیمه ییزو پالیسو په اړه بحث کیږي.

په دې غونډه کې د افغانستان شریکان کولای شي، چې په دولتي او غیر دولتي برخو کې افغانستان سره مرسته وکړي، تر څو افغانستان د سیمې له لرې پرتو هېوادونو، د اقتصادي مرستو په برخه کې خپله تیکه را کمه کړي.

یواځې په دې دلیل، چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې ا قتصادي نیکمرغۍ لامل کیدی شي.

د اقتصاد وزیر د خبرو له پای ته رسېدو وروسته د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا د حوزو هېودونو ترمنځ او د افغانستان پر اقتصادي امکاناتو بحث پېل شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام