نظر پوښتنه: ۶۰ سلنه خلک طالبان پردي مزدوران ګڼي

په افغانستان کې دننه د یوې تازه نظر پوښتنې پایله ښي، چې ۶۰ سلنه خلک طالبان پردي مزدوارن او ترهګر ګڼي.

په دغه نظر پوښتنه کې راغلي، چې ۷۴،۷ سلنه نور افغانان بیا له امنیتي ځواکونو خوښ دي.

نظر پوښتنه د خورشید پوهنتون او ۸صبح ورځپاڼې له خوا ترسره شوې، چې په څلورو (د دولت کړنلارو، امنیت، طالبان او قضا) برخو کې له خلکو بېلابېلې پوښتنې شوې دي.

د دوی د کار د نتیجې یوه بله برخه ښيي، چې  ۱۶،۸ سلنه خلک د افغان امنیتي ځواکونو له کړنو ناراضه دي.

په دې نظر پوښتنه کې راغلي، ۴۲ سلنه خلک باوري دي چې د پارلمان غړي د خپلو شخصي ګټو له‌پاره په هیواد کې د سمون مخه نیسي. ۲۲،۱ سلنه وګړي د ښځو پیاوړتیا په برخه کې د حکومت رول ډیر ګټور بولي او ۲۹سلنه یې بې ګټې ګڼي.

د دې نظر پوښتنې ۴۰ سلنه ګډونوالو ویلي، چې دولت باید له فساد سره مبارزه او د قضایي سیستم سمون د خپل کار لومړيتوب وګڼي او ۲۲،۶ سلنې بیا ویلي چې باید امنیتي سکتور ته  لومړي توب ورکړل شي.

خورشید پوهنتون او ۸ صبح ورځ پاڼې د سې شنبې ورځ کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال(حکومت د ټولو په اند) نظرپوښتنې پایلې په ډاګه کولو پرمهال زیاتوي، چې ۴۰،۱ سلنه وګړو د امنیتي ځواکونو کړنلارې ملاتړ کړی دی

د خورشید پوهنتون رییس عبدالرحیم احمد پروانی وایي چې په دې نظر پوښتنه کې ۳۷۱۷ کسانو برخه اخیستې چې له دې ډلې ۶۱،۳ سلنه نارینه او ۳۷،۸ سلنه ښځینه دي.

پرواني وایي، چې د امنیت په برخه کې ۳۹ سلنه وګړي په ملي اوردو ډیر باورمند او۱۴ سلنه یې په ملي اوردو کم باوري دي.

په غونډه کې د ۸ صبح ورځپاڼې ایډیټر فریدون اژند وویل، چې دا نظر پوښتنه ښیي چې په ټوله کې ډیر خلک پر طالبانو بې باوره دي.

د هغه پر خبره، په‌دې نظر پښتنه کې ۲۹،۶ سلنه یې طالبان ترهګره ډله بولي او ۲۹،۶ سلنه هم طالبان د نورو غلامان ګڼي په دې نظر پوښتنه کې ۱۴ سلنه وګړو ویلي چې طالبان هیواد د ورانۍ پر لور بیایي.

اژند زیاته کړه، چې د دې نظر پوښتنې ۴۴ سلنه ګډونوالو طالبانو سره د خبرو مخالف او ۳۹ سلنې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کړی او ۱۶ سلنې په دې اړه کوم نظر نه درلوده.

نظر پوښتنه ښیي ۴۲ سلنه وګړي باوري دي چې د ولسي جرګې غړي د خپلو ګټو په پار په هیواد کې د سمون مخه نیسي.

۲۲،۱سلنه وګړي د ښځو پیاوړتیا په برخه کې د حکومت رول ګټور او ۲۰ سلنه یې بې ګټې بولي.

د نظرپوښتنې پربنسټ ۴۷،۲ سلنه خلک باوري دي چې افغانستان د پرمختګ پر سمه لار روان دی خو ۲۷،۹ سلنې بیا ویلي چې حکومت د پرمختګ پر سمه لار نه دی روان. ۴۰ سلنه خلک وایي چې دولت باید د قضایي سیستم سمون او له فساد سره مبارزه د خپل کار لومړيتوبونه وګرځوي خو ۲۲،۶ سلنه بیا باوري دي چې دولت باید امنیتي سکتور د خپل کار له لومړیتوبونو وګڼي. د نظرپوښتنې ۴۱،۸ سلنه ګډونوالو ویلي چې په دولتي ادارو کې باید د کار وړ کسان وګومارل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام